راپورونه وایي چې حکومتي چارواکي غواړي له روسیې څخه ایم-ای- ۳۵ جنگي چورلکې راونیسي. افغان حکومت له روسي لوري سره په دې باب مستقیمې خبرې پیل کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د هند حکومت هم د څلورو ایم-ای-۲۵ چورلکو د مرستې ژمنه کړې ده. هند تیره میاشت یوه چورلکه افغانستان ته واستوله.
د روسیې د خبري اژانس د راپور له مخې افغان ډیپلوماتانو له روسي حکومت سره خبرې پیل کړي دي. په اکتوبر کې ولسمشر اشرف غني له روسانو څخه د نظامي مرستو غوښتنه وکړه. اشرف غني له روسانو غوښتي و چې له دوی سره د چورلکو، شوبلو او نورو سپکو وسلو مرسته وکړي.
په کابل کې د روسیي سفیر، ضمیر کابلوف رسنیو ته وویل: «روسیه د افغان حکومت دغه غوښتنه په احتیاط سره تر غور لاندې نیسي». ده همداراز زیاته کړه چې دا تر ټولو وړاندې د امریکایانو مسوولیت دی چې له افغان ملي اردو سره د وسلو په چمتو کولو کې مرسته وکړي. سفیر همداراز په ناټو او امریکایانو نیوکه وکړه چې افغان ملي اردو ته تر امنیت سپارلو مخکې دوی باید په وسلو سنبال شوي وای. افغان ملي اردو هوایي قواوو ته ډېره اړتیا لري.