وسله والو طالبانو د تېرې سې شنبې پر ورځ د راتلونکي اوړي لپاره د «عمري» په نامه نوي پسرلني عملیان اعلان کړل. طالبان له څو وروستیو کلونو راهیسې هر کال په پسرلي کې نوي عملیات اعلانوي.
خو پوښتنه دا ده، چې د طالبانو سږن عملیات به د نورو کلونو په پرتله څومره بدل او گواښنده وي؟
طالبان سږ کال داسې مهال خپل تازه عملیات اعلانوي، چې د تېر اوړي په پای کې وتوانېدل چې د کندوز ولایت مرکز د څو اوونیو لپاره لاندې کړي. د کندوز نیولو ثابته کړه چې افغان حکومت د مهمو ښارونو د خوندي ساتلو توانايي نه لري. له بلې خوا تېر ۲۰۱۵م کال د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو څخه د تېښتې تر ټولو لوړ کال و.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو په غبرگون کې وویل، چې «طالبان یو خیالي امارت لري او د عملیاتو اعلان یوازې تبلیغاتي ارزښت لري».
د پوځي چارپوهانو له نظره، د طالبانو سږن عملیات به د نورو کلونو په پرتله پاموړ بدلون ولري. لکه څنگه چې د طالبانو له خبرپاڼې هم ښکاري، سږ کال طالبان په پام کې لري چې د کندوز په څېر د څو ولایتونو مرکزونه ونیسي.
د «عمري» عملیاتو له اعلان مخکې په ننگرهار کې د داعش ځینو پلوو قومندانانو هم د طالبانو له مشر، اختر محمد منصور سره بیعت اعلان کړ.
پوځي کارپوه، جاوېد کوهستانی وايي چې طالبان به په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي تر څو پوځي لاسته راوړنې ولري. کوهستانی وايي، افغان حکومت د ولایتونو د مرکزونو امنیت ټینگښت ته ډېره پاملرنه کوي او د لرې پرتو سیمو کنټرول ورو ورو له لاسه ورکوي.
د کورنیو او دفاع وزارتونو ویاندویانو طالبان «ماتې خوړلي» گڼلي وو او ویلي یې و چې د هغوی جنگیاليو د «عمل ابتکار» د جگړې په ډگر کې له لاسه ورکړی دی.
د کوهستاني په وینا، طالبان به په راتلونکي اوړي کې افغان حکومت ته جدي امنیتي گواښونه رامنځ ته کړي.
طالبانو سږ کال داسې مهال پسرلني عملیات اعلان کړل، چې تېره میاشت یې د څلور اړخیزو هېوادونو د خبرو غوښتنې ته د رد ځواب ووایه.