افغانستانسلايډ

«انگور اډې ته تللي حکومتي پلاوي معامله کړې»

د مشرانو جرگې غړي ادعا کوي، چې پاکستان د پکتيکا په انگور اډه کې له جوړو کړيو تاسيساتو يوازې يوه دروازه د افغانستان امنيتي ځواکونو ته سپارلې او نور هر څه دوی سره دي. هغوی وايي، سيمې ته تللي حکومتي پلاوي «معامله» کړې او تپل شوې کرښه يې په رسميت پېژندلې ده.

د مشرانو جرگې غړي دا څرگندونې په داسې حال کې کوي، چې پرون پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال وويل، چې دغه هيواد ټول هغه تاسيسات د افغانستان دفاع وزارت ته سپارلي، چې د پکتيا انگور اډه کې يې د افغان خاورې دننه جوړ کړي وو. د پاکستان د پوځ وياند عاصم باجوه هم د دې خبرې پخلی کړی و او پر خپله ټويټر پاڼه يې د دې مراسمو يو انځور پورته کړی و.

خو مشرانو جرگه کې د پکتيکا د خلکو استازي جمعه الدين گيانوال ويلي: «کوم تاسيسات چې انگوره اډه کې رامنځته شوي وو، د خيبر له دروازې پرته چې د پاکستان بيرغ پرې دنگ و، نور هيڅ تاسيسات د افغانستان دولت ته نه دي سپارل شوي».

نوموړی زياتوي: «د پاکستان حکومت د ډېورنډ له تپل شوې کرښې پنځه ويشت کيلو متره دننه راغلي او ودانۍ يې کړې دي. پرون چې انگور اډې ته زموږ کوم پلاوی تللی و، معامله يې کړې او ډېورنډ کرښه يې په رسميت پېژندلې ده. له هغې پولې چې د ډاکټر نجيب د حکومت په وخت کې وه، شل کيلو متره دننه پرمختگ شوی او د افغانستان د خلکو د غلي کولو لپاره يوازې يوه سرحدي دروازه افغان حکومت ته سپارل شوې ده. خو دې دروازې څو مترۍ کې پاکستاني پوځ بله دروازه جوړه کړې، چې زموږ پلاوي په رسميت پېژندلې ده.

مشرانو جرگه کې د پکتيکا د خلکو بلې استازې فوزيه سادات هم تاييد کړې چې پاکستان یوازې «خيبر» دروازه چې له مخکې جوړه وه، افغان پلاوي ته سپارلې ده. هغې د حکومت استول شوی پلاوی په ملي خيانت او معامله تورن کړی او ويلي يې دي: «له هغې دروازې چې افغان حکومت ته سپارل شوې ده، څو کيلو متره ها خوا نوره ځمکه چې د افغانستان خاوره ده، هم د پاکستان ولکه کې ده او پلاوي دې ته له کتو پرته انگور اډه د دواړو هيوادونو تر منځ د رسمي پولې په توگه پېژندلې ده.

د جرگې نورو غړو غوښتنه کړې، چې بايد د دې موضوع په اړه جدي پلټنې وشي او معلومه شي، چې څومره تاسيسات سپارل شوي او څومه خاوره لا هم له پاکستاني پوځ سره ده.

خو د افغانستان دفاع وزارت ادعا کړې، چې انگور اډه کې ټول تاسيسات دوی ته سپارل شوي او دوی به هيڅوک د افغانستان پر خاوره تېري ته پرېنږدي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button