عبدالرحيم ايوبي: د ملي يووالي حکومت مشروعيت نه لري
ولسي جرگه کې د کندهار د خلکو وکيل او د متحده ملت گوند مشر عبدالرحيم ايوبي وايي، چې د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ د ملي يووالي حکومت مشروعيت نه لري.
د عبدالرحيم ايوبي له قوله اوسنی حکومت د ستونزو زېږنده ده.
نوموړي نن په خوست کې يوې ولسي غونډې خبرې کولې، چې سلگونو خلکو په کې گډون درلود.
د ولسي جرگې وکيل وويل، چې اوسنی حکومت د امريکا په سفارت کې «د بهرنيانو په فرمايش» جوړ شوی او څومره ژر، چې کېږي بايد لويه جرگه راوغښتل شي، چې د افغانستان اوسني بحران ته د پای ټکی کېږدي.
د ايوبي په باور اوسنی حکومت د اساسي قانون د ماتې په ارزښت رامنځته شوی او له همدې امله د دې حکومت گډونوالو د ښې حکومتدارۍ پر ځای، غلا، چور او فساد ته کار ويلی او د دغو ستونزو له امله افغانستان مخ پر ځوړ روان دی.
د متحد ملت گوند مشر د ولسي جرګې پر ځينو وکيلانو هم نيوکې وکړې، چې د رايو ورکولو پر مهال يې له وزيرانو زرگونه ډالر ترلاسه کړي دي.
د نوموړي په وينا د ولسي جرگې استازي د خپل قانوني حيثيت پر مټ له وزيرانو پیسې او شخصي گټې ترلاسه کوي او هغوی ته د باور رايه ورکوي.
ايوبي د هېواد په گڼو سيمو کې د شخصي ملېشو پر جوړېدو هم اندېښنه څرگنده کړه او زياته يې کړه، چې دا کار د افغانستان او ولس په زیان دی او ډېرې ناوړې پايلې به ولري.
د ولسي جرگې استازي پر ولسمشر نيوکه وکړي، چې د هېواد چارې نه شي سمبالولی او د ولسمشر له لوري يې د سولې پر ځای د جگړې اعلان هم وغانده او زياته يې کړه، چې حکومت تر اوسه د جگړې په ډگر کې بريا نه ده ترلاسه کړې، نو له دې وروسته به يې څنگه ترلاسه کړي.