افغانستانسلايډ

د نورستان درې ولسوالۍ د سقوط له گواښ سره مخ دي

د افغانستان ختيځ ولايت نورستان کې چارواکو د وسله والو طالبانو په لاس د درېو ولسواليو (وانت وایگل، کامدیش او برگمټال) د سقوط گواښ کړی.
د نورستان د ولايتي شورا مشر سعيد الله نورستاني ويلي، دغه درې ولسوالۍ اوسمهال د طالبانو تر کلابندۍ لاندې دي او شوني ده زر سقوط وکړي.
د نورستان کامديش او برگمټال ولسوالۍ له پاکستان سره گډه پوله لري او وسله وال طالبان په کې پراخ فعاليت کوي.
ښاغلي نورستاني خبرداری ورکړی، که دولت په دې ولسواليو کې عمليات ونه کړي، طالبان به يې ونيسي.
نوموړي زياته کړې: «د وایگل ولسوالۍ ټول کلي د طالبانو په ولکه کې دي، يوازې يو کيلو متر سيمه له دولت سره ده. کامديش کې يوازې د ولسوالۍ ودانۍ دولت سره ده، نورې ټولې سيمې طالبانو نېولي او که دولت ژر تر ژره عمليات ونه کړي، د ولسواليو سقوط حتمي دی». د نورستاني په وينا د ولايت مرکز پارون هم تر گواښ لاندې دی.
د نورستان امنيه قومندان اکرام الدين سريع وايي، ولسمشر غني په ځينو ولسواليو کې د عملياتو د پېلولو امر کړی، چې ژر به پېل شي. هغه همدا راز ويلي، چې هيڅ کومه ولسوالۍ د سقوط له گواښ سره مخ نه ده او امنيتي ځواکونه يې د ساتلو وړتيا لري.
طالبانو تېر کال هم د دغه ولايت ځينې ولسوالۍ نېولې وې، چې وروسته د خپل عادت له مخې ترې ووتل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button