روانې چارېسلايډ

افغانستان د سعودي او ايران د نيابتي جګړې پر ميدان بدلېږي

آرين طباطبايي، فارن آفېرز رسنۍ

په منځني ختیځ کې د سعودي او ایران تر منځ نیابتي جگړه د رسنیو له سرټکو څخه نه لري کېږي. دواړو هېوادونو په سیمه کې د یو بل د گټو پر ضد ډېرې جگړې کړي چې په دې وروستیو کې یمن او سوریه د دغو خونړیو جگړو قرباني شول. په افغانستان کې د دواړو هېوادونو تر منځ رقابت د رسنیو له پوښښ څخه لرې پاتې شوی دی او راتلونکي کې به افغانستان د دې هېوادنو د نیابتي جگړې میدان وي.

په افغانستان کې د جگړې د پای ته رسولو او سولې راوستو له ټولو کوښښونو سره بیا هم افغانستان یو بې‌ثباته، کمزوری مرکزي حکومت او د ډېرو اورپکو او جگړه‌مارو گروپونو کور پاتې شوی دی. دغه جگړه‌مارې ډلې ځینې د ریاض او ځینې د تهران له لوري ملاتړ شوي او ځینې بیا په یو وخت کې د دواړو مرستې تر لاسه کولې. دواړه پلازمېنې د گڼو کلونو لپاره په افغانستان کې د اسلامپالو ډلو ملاتړ کړی خو په دې وروستیو کې د دواړو لید کې بدلونونه راغلي دي.

ایران په سیمه کې افغانستان د خپل اغېز لپاره تر عراق او نورو عربي هېوادونو ډېر مناسب ویني. ایران له افغانستان سره اوږده، گډه، پرنفوسه پوله، گډ کلتور، ژبني او توکمیز نږدېوالی او گڼ اقتصادي مشترکات لري چې دواړه هېوادنه یې سره نږدې کړي دي. ایران د لکونو افغان کډوالو کوربه هېواد دی او د افغانستان بې‌ثباتي او جگړه د کډوالو په شمېرې کې نور ډېروالی هم راوړی. له دې سره افغانستان د نړۍ په کچه د مخدره توکو له ډېرو تولیدوونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې دا او دېته ورته نورو ستونزو ایران مجبور کړی چې په ۲۰۰۱م کال کې افغانستان کې د امریکایانو او ناټو ځواکونو سره خپل حضور پراخ کړي. ایران د امریکایانو او ناټو له شتون څخه گټه پورته کړه او د طالبانو په ماتولو کې یې له دوی سره مرسته وکړه. تهران په افغانستان کې د خپل نفوذ څخه په گټه اخیستنې سره وکولای شول چې له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته د نوي حکومت په جوړولو کې مهمه ونډه واخلي او له پیل څخه یې ملیونونه ډالره مرسته وکړه.

سعودي عربستان هم دغه راز له افغانستان سره اوږد تاریخ لري. د روسانو له یرغل وروسته سعودي حکومتي چارواکو او شیخانو په ملیونونه ډالر په افغانستان کې لگولي دي. د بیلگې په ډول سعودیانو په اتیایمو کلونو کې د افغانستان په جهاد کې یې مهمه ونډه درلوده او په نویمو کلونو کې دویم هېواد وو چې طالبان یې په رسمیت وپېژندل. ریاض هم په افغانستان کې ډېرې گټې ویني خو د خپل اغېز لپاره ورته مناسب ځای نه ښکاري. افغانستان سعودي ته داسې دی لکه یمن چې ایران ته دی، سعودیان کولای شي چې د افغانستان له لارې ایران ته مزاحمت وکړي او دغه ایران کولی شي چې د یمن له لارې سعودیانو ته ستونزې جوړې کړي.

د افغانستان يوه بله گټه د سعودیانو لپاره دا ده چې اوسمهال امریکایان په افغانستان کې حضور لري او دوی په دې باور دي چې امریکایان به یوه ورځ افغانستان پرېږدي نو دوی غواړي چې د خپل نفوذ د ډېرولو لپاره کار وکړي. د امریکا د محکمې له لوري د ترهگرو څخه ملاتړ کوونکو تر نامه لاندې نوي قانون چې امریکايي اتباعو ته حق ورکوي چې له سعودیانو څخه د سپتمبر د یوولسمې په پېښې کې د وژل شوو امریکایانو تاوان واخلي، دې ته ورته پېښو د امریکا او سعودي تر منځ اړیکې خرابې کړي دي. سعوديان کولای شي چې په افغانستان له جگړه‌مارو څخه ملاتړ وکړي چې په لرې پرتو سیمو کې جگړې ډېرې کړي او افغان حکومت د نورې بې‌ثباتۍ په لوري بوځي او د امریکایانو او ناټو ځواکونو مرستې کمرنگه ښکاره کړي.

ریاض کولی شي چې په افغانستان باندې خپلې گټې خوندي او له امریکایانو سره پرې چڼه‌بازي وکړي. ریاض کولی شي چې له دې اغېز څخه په گټې اخیستلو باندې له امریکایانو سره د نظامیانو په خوندیتوب کې او له تهران سره د سیمې په امنیت کې مرسته وکړي. ریاض په افغانستان له خپل نفوذ څخه په گټه اخیستنې کولی شي چې امریکایان مجبور کړي چې له دوی سره نظامي مرستې وکړي او ایران دېته وهڅوي چې له یمن څخه لاس په سر شي.

د ریاض او تهران تر منځ رقابت په افغانستان کې ښايي چې د اورپکو او اسلام پالو جگړه‌مارو سره د دواړو هېوادونو مرستې ډېرې کړي. سعودیان له سني ډلو سره مرستې کوي او ایران له گڼو ډلو سني او شیعه دواړو سره مرستې کوي ( په ځینو حالاتو آن له شیعه ضد ډلو سره). په افغانستان کې د داعش له پیدا کېدو سره ایران غواړي چې خپل حضور او کنترول ډېر کړي او نه غواړي چې د افغانستان او عراق تر منځ محاصره شي.

لا هم د عراق لویدیځې برخې د داعش په کنترول کې دي او ایران نه غواړي چې افغانستان هم د دوی په ولکه کې شي او په افغانستان کې امنیت تر دې ډېر خراب شي. ایران غواړي چې د «سپاه پاسداران انقلاب» ځواکونو حضور په سوریه کې ډېر شي او هلته خپل رقابت پر مخ بوځي.

همدا مهال، سعودي ایران خپل لومړی امنیتي گواښ بولي او په همدې حال کې له امریکا سره یې هم اړیکې ترینگلي دي. سعودیان په دې پوهېږي چې امریکایان نور په منځني ختیځ کې لیوالتیا نه لري او غواړي چې خپلې گټې پخپله خوندي کړي. ایران غواړي چې خپل شاوخوا گاونډیانو کې خپل مخالفین مات او یا کمزوري کړي نو له همدې کبله ایران غواړي چې په افغانستان کې د داعش شتون ډېر نه شي.

په افغانستان کې د ناټو د یوې نیمې لسیزې شتون، پېچلو حالاتو او د ایران او سعودي تر منځ نیابتي جگړې نور هم امنیتي حالات خراب کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button