خبرونهسلايډ

د سترې محکمې شپېته تنه کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي

د سترې محکمې چارواکو ویلي چې دوی خپل شپېته تنه کارکوونکي د فساد په تور نیولي دي. دغو کارکوونکو کې قاضیان، محرران او د محکمې نور کارکوونکي شامل دي.

د سترې محکمې د قضايي تعلیماتو مشر عبدالله عطايي رسنیو ته ویلي چې اوسمهال له دې کارکوونکو څخه پلټنې روانې دي. هغه همدارنگه وویل: «د تاسف وړ دی چې د سترې محکمې ځینې قاضیانو، محررانو او نورو کارکوونکو د دې محکمې له نامه څخه ناوړه گټه پورته کړې او د کمیشن کار په نامه یې له خلکو پیسې اخیستي تر پلټنې لاندې دي».

عطايي همدارنگه زیاته کړه چې په نیول شوو کسانو کې ۶ قاضیان، ۱۱ محرران او پاتې د محکمې نور کارکوونکي دي چې د کمیشن کار په تور نیول شوي دي.

د سترې محکمې چارواکي وايي چې د ولسمشر له هڅو وروسته دې محکمې کې د فساد په وړاندې مبازره ډېره شوي ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button