افغانستانسلايډ

پنتاگون: طالبان لا هم د پرمختگ په حال کې دي

د واشنگټن فري بيکن خبري اژانس له يوه راپور سره سم د امريکا د دفاع وزارت (پنټاگون) د جون د مياشتې راپور کې څرگنده کړې ده، چې افغانستان کې وسله والې ډلې (طالبان، القاعده او داعش) لا هم د پرمختگ په حال کې دي او هڅې کوي د افغانستان امنيتي وضعيت تر خپلې ولکې لاندې راولي.

پنتاگون دا راپور په داسې حال کې ورکوي، چې افغان حکومت سره د نړيوالې ټولنې مرستې او افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو شمېر د پخوا په پرتله خورا کم شوي دي او ټاکل شوې ده د روان زېږديز کال په پای کې امريکايي ولسمشر د دغې شمېرې پر نور کمولو هم غور وکړي.

د امريکا مشرانو جرگه کې د پوځي کمېټې مشر او د دې جرگې غړي جان مکين ويلي: «زموږ د پوځ لوړپوړو چارواکو مياشتې وړاندې گواښ کړی، چې د افغانستان امنيتي حالت د اندېښنې وړ دی او پنځلس کلنې لاسته راوړنې له گواښ سره مخ دي». د پنتاگون په تازه راپور کې امنیتي تهديدونو ته گوته نيول شوې او ټينگار شوی، چې تر وسه د افغان امنيتي ځواکونو پياوړتيا ډېره شي. جان مکين هغه امريکايي چارواکی دی، چې له عراقه د امريکايي پوځ پر ويستو يې هم کلکې نيوکې وکړې او دا يې د جارج ډبليو بوش ستره تېروتنه وبلله.

د ۲۰۱۵ز د ډسمبر او د ۲۰۱۶ز د مۍ تر منځ مودې د دغه راپور پر اساس «له ترهگرو او ملېشو سره د افغانستان د ملي او امنيتي ځواکونو مبارزه کې د پام وړ نيمگړتياوې ليدل شوې دي چې امريکا بايد سیمه کې د تهديدونو څارنې او له منځه وړو ته پاتې شي».

راپور کې ويل شوي، چې ترورستي ډلې او ملېشې لا هم سيمه کې د افغان، امريکايي او ناټو ځواکونو په وړاندې ستره ننگونه بلل کېږي. خو دا په داسې حال کې ده، چې امريکا افغانستان کې د بېلا بېلو ملېشو په مرسته او ملاتړ تورنه ده.

د پنتاگون راپور زياته کړې ده: «طالبان د افغان امنيتي ځواکونو له کمزورۍ او د نړيوالو ځواکونو د شمېر له کمښته په گټه اخيستو افغانستان، په ځانگړي ډول کليوالو سيمو کې چې د دولت واک هلته نه شته، خپله ولکه ټينگوي».

د امريکا د مشرانو جرگې او د دې جرگې د پوځي کمېټې يوه بل غړي ډانسن هانټر د افغانستان امنيت «د نړۍ امنيت او د امريکا گټو» ته خورا مهم وباله او زياته يې کړه، چې «افغان امنيتي ځواکونه لا هم پر ځان بسيا نه دي او دا هم نه شو ويلی، چې ژر به په خپلو پښو د درېدو توان ولري، ځکه نو بايد تر هغه وخته موږ افغانستان کې حضور ولرو».

جان مکين خپلو خبرو کې يو وار بيا د عراق حالت ته اشاره وکړه، چې په وينا يې ترې د امريکايي سرتېرو ويستلو پرې څه اغېز وکړ!، هغه وويل: «موږ نه شو کولی دغه اشتباه تکرار کړو».

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button