د افغانستان د ولسي جرګې غړی عبد القدر ځاځی وطندوست وایي چې په نړيوالو کنفرانسونو او غونډو کې تل د افغانستان د حکومت له لورې لېږل شوی ټیم غير مسلکي او نااهله وي.
ځاځي دغه څرګندونې د لمر ټلویزیون په تودو خبرو بحث کې بېګاه شپه وکړې. هغه چې یاده جرګه کې د کابل د خلکو استازیتوب کوي، سعودي ته د اجرایي رییس عبدالله عبدالله د نوي سفر په تړاو وویل چې ځکه به ډېر اغېزمن نه وي چې مسلکي کسان په کې نه شته.
د ولسي جرګې دغه غړي وویل چې د بروکسل د غونډې په ګډون په نورو مهمو نړیوالو غونډو کې د افغانستان لېږل شوي استازي نااهله و.
وطندوست په خپلو خبرو کې وویل چې په دغه ډول غونډو کې که څه هم د افغانستان ټیم کې ډېر کسان وي مګر د اړتیا له اړخه بیا هم مناسب نه وي.