افغانستانسلايډ

کابل کې مېرمنو لپاره ځانگړی پوهنتون جوړېږي

ټاکل شوې ده، ډېر ژر کابل کې د هغه پوهنتون د بنسټ ډبره کېښودل شي، چې مېرمنو ته به ځانگړی وي. د ولسمشر غني مېرمن رولا غني کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې دا خبره وکړه.

رولا غني زياته کړه، د ملي يووالي حکومت افغانستان کې د مېرمنو د لومړي پوهنتون د جوړولو پر لارو چارو کار کوي. مېرمن رولا دا يو ابتکار بللی، چې په وينا يې هغو نجونو ته به د زده کړې زمينه برابره کړي، چې نه شي کولای، نورو پوهنتونونو کې خپلې لوړې زده کړې وکړي.

دغه پوهنتون د ترکيې په مالي او تخنيکي مرسته جوړېږي، د پوهنتون نوم «مولانا افغان- ترک ښځينه پوهنتون» غوره شوی دی.

د لوړو زده کړو وزيرې فريدې مومند هم په دې اړه غونډه کې گډون درلود، هغې وويل: دا پوهنتون به پر مرنجان غونډۍ د اووه څلوېښت هکتاره ځمکې پر سر جوړ شي.

کابل کې تر اوسه داسې پوهنتون نه شته، چې يوازې مېرمنې دې د زده کړو لپاره ورشي، ځکه نو يوه ستره برخه نجونې له لوړو زده‌کړو پاتې دي. د نظر خاوندان په دې اند دي چې د دغه پوهنتون له جوړېدو سره به ډېرې هغه نجونې لوړې زده کړې وکړي، چې نورو پوهنتونونو کې زده‌کړو ته زړه نه ښه کوي. خو دا معلومه نه ده، چې پوهنتون به کله د زده‌کوونکو پر مخ پرانيستل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button