افغانستان

ملګري ملتونه د هرات له زراعت سره ۶ مليونه ډالر مرسته کوي

ملګرو ملتونو د هرات له زراعت سره د ۶ مليونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازي سره د هرات والي په ليدنه کې وويل شول، چې دغه مرسته به د هرات زراعت ادارې ته ځانګړې وي.

د هرات د والي له دفتره خپرې شوې اعلاميې ليکلي، چې دغه مرسته د نړيوال بانک له لوري د هرات د کرهڼې او اوبه‌خور د ښه کولو په موخه د هرات زراعت ادارې ته ورکول کېږي.

په ياده ناسته کې همدا راز له طبيعي پېښو سره په مبارزه، اقتصادي پرمختګ، داخلي بې‌ځايه شويو او نورو مسئلو خبرې وشوې.

د هرات والي محمد آصف رحيمي وويل، د ژمي په فصل کې داخلي بې ځايه شوي مرستې ته اړ دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي په خپل وار وويل، چې د طبيعي حوادثو د مخنيوي په لټه کې دي.

نوموړي ټينګار وکړ، چې د افغانستان له دولت سره په دې برخه کې د مرستې اراده لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button