افغانستانخبرونهسيمه او نړۍ

افغانستان د شانگهای د همکاریو ادارې د غړیتوب غوښتنه وکړه

د افغانستان د بهرینو چارو وزیر صلاح الدین رباني له خپل چینایي سیال سره د بیجینگ په ښاره کې خبري ناسته لرله. صلاح الدین رباني د چین له حکومت څخه مننه وکړه چې د سولې په څلور اړخيزو ناستو کې برخه لري او ژمن دي چې په راتلونکو ناستو کې هم برخه واخلي.

رباني همدارنگه له چین څخه مننه وکړه چې په تېرو څوارلسو کلونو کې د افغانستان یو ښه گاونډی پاتې شوی دی. ده د افغانستان او چین په تاریخي اړیکو هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د ورېښمو د عصري لارې جوړېدو لپاره د افغانستان موقعیت مهم دی.

د چین د بهرینو چارو وزیر لي یوچنگ همدارنگه د سولې د څلور اړخېزو غونډو دوام مهم وباله او زیاته یې کړه چې چین به په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې هر راز مرستې ته تیار وي.

صلاح الدین رباني د خپلو خبرو په مهال له چین څخه غوښتنه وکړه چې افغانستان ته د شانگهای او د اسیا بنسټیزې او پانگونې بانک کې غړیتوب ورکړي. لی یوچنګ د رباني له دې غوښتنې څخه ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې دوی به په دې اړه خپل کوښښ وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button