افغانستان

«طالبان يو وار بیا د کندز د نيولو هڅه کوي»

د کندز چارواکي او اوسېدونکي يو وار بيا د کندز په ولسواليو، د ښار شاوخوا او ان د ښار دننه د طالبانو د پراخو فعاليتونو خبر ورکوي.

د ملي اردو يوه لوړپوړي چارواکي جنرال مراد علي مراد خبرداری ورکړی، چې طالبان او د حکومت دننه ملاتړي يې يو وار بيا د کندز د نيولو هڅې کوي. جنرال مراد تېر ستمبر کې د هغې جگړې مشري کوله، چې له طالبانو سره د کندز له نيولو وروسته وشوه، نوموړي ويلي وو، ښار او شاوخوا سيمو کې به طالبانو وځپي.

ولسمشر غني د کندز له سقوط وروسته هلته يو ستر شمېر چارواکي له دندو گوښه کړل، چې گمان کېده په خپلو دندو کې يې بې غوري کړې وه. هغه همدا راز د ښار د سقوط د لامل څېړلو لپاره يو کميسيونټاکلی و.

خو جنرال مراد وايي، هغه کسان چې د کندز په سقوط کې يې د طالبانو مرسته کړې وه، مجازات شوي نه دي او لا هم له طالبانو سره اړيکې لري او مرسته يې کوي. هغه وايي، دوی يو وار بيا د کندز د سقوط پلان لري.

جنرال مراد دغه کسان مشخص کړي نه دي، خو په وينا يې د دوی تر تعقيب لاندې دي.

بل لور ته داسې راپورونه هم ورکول شوي دي، چې طالبانو د کندز ښار د نيولو په مهال ستره اندازه سپکه او درنه وسله نيولې ده، چې د څو ولايتونو د نيولو لپاره بس ده. د کندز اوسېدونکي هم د دې ښار حالت نازک بولي او وايي، هر شيبه يې د سقوط وېره شته.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button