افغانستانخبرونهسلايډ

افغان ځواکونو ته شپږ بې پېلوټه الوتکې ورکړل شوې.

 

د هلمند ولایت د شورابک ولسوالۍ د ۲۱۵ میوند قول اردو د بې پېلوټه الوتکو څارن مرکز چې بهرنیو ځواکونو ترې فعالیت کاوه، افغان ځواکونو ته وسپارل شو، چې شپږ بې پېلوټه الوتکې په کې فعالیت کوي.

افغان ملي اردو وايې چې دا مرکز به موږ سره د وسله والو سره په جګړه کې مثبت رول ولري.

تورن محمد تراب عاجز د نومړي مرکز د بې پیلوټه الوتکو روزنوکې وایې چې موږ د بې پیلوټه الوتکو لرلو سره کولی شو چې په جګړه کې پرمختګ وکړو او خپل دوست او دښمن معلوم کړو.

عاجز زیاته کړه: «د بې پیلوټه الوتکو شتون ښار کې د امنیت په راوستولو کې مثبته اغیزه لري، موږ په دې مرکز کې شپږ الوتکې لرو چې درې به یې په شپه کې فعالیت کوي او درې به یې د ورځې، په الوتکو کې کامرې لګیدلي چې موږ کولې شو د ښار له احوالو ځان خبر کړو.»

نوموړی مرکز به د شنبه په ورځ خپل کار پیلوي.

 

 

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button