خبرونهسلايډ

پاکستاني استخبارات: پر افغان امریکايي پوهنتون برید پاکستان کې نه دی پلان شوی

د پاکستان د پوځ لوی درستیز «راحیل شریف» ولسمشر اشرف غني ته په ټلیفوني اړیکه کې ویلي چې پر افغان امریکايي پوهنتون برید په پاکستان کې نه دی پلان شوی.

پاکستاني ورځپاڼې «ډان نیوز» خبر ورکړی چې افغان لوري ورته د ټلیفون درې شمېرې ورکړی چې د برید پر مهال یې له برید کوونکو سره ترې خبرې شوي. د پاکستان پوځ وايي چې دوی په سرحدي سیمو کې کوښښ کړی چې د دې ټلیفون کاروونکي ونیسي خو څوک یې نه دي موندلي.

د پاکستان پوځ وايي چې برید کوونکو په سرحدي سیمو کې له افغان شمېرو څخه کار اخیستی چې هغه په افغانستان کې د پاکستاني شمېرو په څېر څرگندېږي. د پاکستان پوځ ژمنه کړې چې دوی به بیا هم خپلو کوښښونو ته دوام ورکړي.

پر افغان امریکايي پوهنتون له برید وروسته ولسمشر اشرف غني د پاکستان له لوی درستیز سره ټلیفوني اړیکه کړې وه او ترې غوښتنه کړې وه چې د برید کوونکو په نیولو کې ورسره مرسته وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button