افغانستانسلايډ

د رولا غني د دفتر لګښت څومره دی؟

په رسنيو کې د ولسمشر اشرف غني د مېرمنې، رولا غني د دفتر د لګښتونو په اړه يوه سند افشا شوی دی، چې ښکاره کوي چې د هغې د دفتر کلنی لګښت لسګونه مليونه افغانيو ته رسېږي.

دغه افشا شوی سند آسيا نيوز رسنۍ په خپله انټرنټي پاڼه کې خپور کړی دی. راپور کې راغلي دي چې د ولسمشر غني د مېرمنې د دفتر کلنی لګښت تر درويشت مليونه افغانيو اوړي.

دغه افشا شوي سند کې د جمهوري رياست د چارو د ادارې عمومي رييس له لورې د لومړۍ مېرمن، رولا غني د دفتر لګښت ولسمشر ته وړانديز شوی. دغه راز په سند کې ښکاري چې ولسمشر خپلې مېرمنې ته د هغې تر درويشت مليونو زيات کلنی لګښت تاييد کړی او ويلي يې دي چې بايد ورکړل شي.

د نوموړې رسنۍ له لورې خپاره شوي سند کې دغه راز ويل شوي چې د مېرمن رولا غني دفتر د جمهوري رياست د چارو د ادارې د عمومي رياست له جانبي واحدونو څخه شمېرل کېږي او درويشت کارکوونکي لري. سند کې دغه راز ښکاري چې د کارکوونکو مياشتنۍ تنخوا يو مليون او نهه لکه او دري دېرش زره افغانۍ دی چې کلنۍ بوديجه يې درويشت مليونه او يو لک او شپږ نوي زره افغاني برابرېږي.

عبد السلام رحيمي دغه بوديجه د لومړۍ مېرمنې دفتر ته غوښتې او ولسمشر اشرف غني د سند له مخې د ۱۹۹۵ لمريز کال کلنۍ بوديجه منلې ده.

سند دلته لوستلای شئ:

Related Articles

One Comment

  1. دوی د ې الله په دې خاطر غرق کړي چي به دې پيسوڅه کوي ؟ او تاسوادرې وګړي دي هم الله غرق کړي له ارګه ترکورچني ماموریت پورې ټول ارقام احکام په فاړسیي لیکلي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button