روانې چارېسلايډ

لويديځ دګړنګ پر غاړه

يوشکار فېشر، د آلمان د بهرنيو چارو پخوانی وزير

سږنی او راتلونکی کال به د غربي دیموکراسۍ برخليک ټاکونکې پریکړې په غرب او ټوله نړۍ کې له ځانه سره ستر بدلونونه راولي، چې ځینې پریکړو يې، لکه د روان کال په جون کې له اروپايي اتحاديې څخه د انګلستان د جلا کېدو پرېکړه، عملي بڼه هم غوره کړې ده.

په همدې تړاو شونې ده چې په متحده ایالاتو کې ډونالډ ټرمپ او په فرانسه کې ماريان لوپان راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې بريالي شي. په داسې حال کې چې تېر کال د دې دواړو د بري چانس غیر معقول ښکارېده، خو وروستيو بدلونو ښکاره کړه چې، دا هر څه ممکن دي.په غربي نړۍ کې تکتونيکي صفحې په ګړندي کېدو دي. پخوا ډېر خلک د ممکنو پايلو په درک کولو کې سست وو، مګر له اروپايي اتحاديې څخه د انګلستان د وتلو له پرېکړې وروسته مسايل په واضح شکل درک کېدای شي.

د انګلستان پرېکړه په حقیقت کې د اروپايي ټولنې د سوله ييز نظام چې، په یووالي، همکارۍ،  مشترک بازار او قضايي ځواک ولاړ دی، پر ضد پرېکړه ده، چې تر شا يې څه کورني او بهرني لاملونه شته دي. کورنی لامل یې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو کې د ملتپالنې پديدې په چټکتیا سره خورېدل دي. بهرنی لامل يې د روسیې هڅې دي، چې د یوه سياسي زبرځواک په حیث يې لوبه پيل کړې او د  «يوروايشيا اتحاديې» –چې په حقيقت کې پر ختيځې اروپا د روسي واکمنۍ د راژوندي کولو بل نوم دی – د راپورته کولو هڅې کوي چې دا به راتلونکي کې د اروپايي اتحاديې د بديل رول لوبوي.

دغه ټول لاملونه د اروپا سوله ييز نظام ګواښي او اروپايي اتحادیه به له انګلستان پرته له خپل میراثي ثبات څخه بې برخې شي، ځکه اروپايي اتحاديه د لوديځې اروپا په یووالي کې مرکزي رول لوبوي، او د دغې ټولنې کمزوري کول به د ختيځ په تړاو به د اروپا ليدلوری بدل کړي.

که چېرې امریکایان ډونالډ ټرمپ، چې له روسي ولسمشر ویلاديمیر پوتین سره يې مينه له چا پټه نه ده، ولسمشر وټاکي، دا پايله ډېره ممکنېږي. د دې په نتيجه کې به امریکا د اروپايي او انتلانتيکي اړیکو په بیه د روسې زبرځواک سياست پر لور مخه کړي، او دا به د «دويم يالټا تړون» (لومړی يالتا تړون په دويمه نړيواله جګړه کې شوروي، امريکا او انګلستان ايتلافيان کړل) حیثیت ولري، چې پایله به يې په اروپا کې له امریکا سره د کرکې زیاتېدا او د غربي سیاسې جغرافیې لپاره ستر زیان رسول وي.

همداراز، که د لوپان په مشرۍ ښي لاسی توندلاری ګوند د فرانسې راتلونکې ټاکنې وګټي، د دې معنا به دا وي چې، فرانسه نور اروپا نه غواړي؛ ځکه فرانسه -د المان په خوا کې- د اروپايي اتحاديې له اساسي غړو څخه شمېرل کېږي، نو د لوپان انتخاب به په ډېر ګومان ، د اروپايي اتحاديې د پای په معنا وي.

که چېرې انګلستان او امريکا دغې نوې انزوا ته مخه کړي او فرانسه د ملتپالنې له کبله له اروپا لاس په سر شي، نو غربي نړۍ به ډېر ژر خپل اوسنی حیثیت او استقرار له لاسه ورکړي او اروپا به تر نا معلومې مودې له غوغا او ګډوډۍ سره لاس او ګریوان شي.

په دغسې سيناريو کې به اروپایانو ته المان د یوه ستر اقتصادي ځواک په توګه وځلېږي؛ خو سره له دې چې المان، د اروپايي اتحاديې د ړنګېدو په صورت کې د ستر اقتصادي او سياسي قیمت ادا کولو وړتيا هم لري، هېڅوک دې ترې دا تمه نه کوي؛ ځکه ټول د دغې راتلونکې تباهۍ په سترتوب ښه پوهېږي.

له جيو-سياسي اړخه، په داسې حالاتو کې المان کولای شي چې د بې پرې او بې اعتبار فرد په څېر پاته شي؛ ځکه که فرانسه یو منځنی غربي انتلانتیکي هېواد دی، المان هم له تاریخي پلوه د شرق او غرب ترمنځ زنګېدلی دی، او دغه غښلتیا تر ډېره وخته ور په برخه وه. آن په ۱۹۴۵ کې د المان له ماتې څخه وروسته هم ترې برخمن و، چې بیا د ۱۹۴۹ د المان د فدرالي جمهوریت له تاسیس څخه وروسته لومړي وزير کونارد ډوینور د المان لپاره لويديځ غوره کړ.

ډوینور، چې د المان غميزې (دوه نړيوالې جګړې او د وامار جمهوريت سقوط) يې ليدلې وې، وپتېیله چې لويديځ سره د ځوان فدرالي جمهوريت اړيکې له متحدې  المانيې څخه ډېرې مهمې دي؛ ځکه د هغه په اند، د المانيې له انزوا څخه د راوېستو لپاره يوازې د لوديځ اقتصادي او امنيتي ادارو کې تلپاتی انسجام ضروري و.

د فرانسې او جرمني له جګړې وروستی حالت او د اروپايي اتحاديې په چوکاټ کې د اروپا یووالی، دوه هغه لاملونه و چې د المان دلوديځوالۍ سبب شول. پرته له دې المان کولای شول چې د بې طرفۍ ستراتيژي غوره کړي؛ خو دا به د اروپا او روسيې لپاره  د خطر نقطه وه، او هم به يې المان دېته مجبوراوه چې د ورپېښو مشکلاتو او ننګونو سره په ټینګه مقاومت وکړي.

د المان راتلونکو ټاکنو کې به د دغه هېواد د جیو پولېټېکي لوري ټاکل یو له مهمو موضوعګانو څخه وي. که چېرې مسيحې دېموکرات اتحاد له لومړۍ وزيرې انګېلا مېرکل څخه، د کډوالو په سر له ملاتړه لاس واخلي، شونې ده چې دغه ګوند به تر ډېره هڅه وکړي چې خپل هغه ملاتړي، چې د ملتپال ګوند – چې له کډوالو سره سرسخت مخالف دی- په ګټه تمام شوي بېرته راخپل کړي. خو د مسيحي دیموکرات هره کړنه، چې له هغه بل سيال سره يې ترسره کوي ډېر مشکلات را ولاړ کړي.

د المان ملتپال ګوند، چې د یو ملي خوځښت په توګه رابرسېره شوی، له بده مرغه، هڅه کوي المان د پخواني بې پرې دريځ او روسيې سره د ښو اړيکو په لور رهي کړي. د مسيحي دیموکرات ګوند او ملتپال ګوند ترمنځ همکاري به د ایډنور میراث سره خیانت او د جمهوري نظام خاتمه وي.

له بله پلوه، د دغو دواړو ګوندونو نږدېوالی به دای لینک (چپ ګوند) او د دې ګوند مخکښو مشرانو باندې اعتماد ته زمينه برابره کړي او دغه ګوند به هم د ملتپال ګوند په څېر، پر روسيې د تکيې او له لوديځه په لرېوالي ټينګار کوي.

هيله من یو چې له دغو راتلونکو تيارو څخه بچ شو، او لومړۍ وزيره میرکل له ۲۰۱۷ وروسته هم د المان او اروپا راتلونکی خوندي کړي.

Related Articles

One Comment

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button