
د جنوبي امريکا ايکواډور کې يوې زورورې زلزلې لږ تر لږه اوه اويا تنه وژلي او سلگونه نور ټپيان دي.
د ايکواډور د ولسمشر مرستيال جورج گلېس ويلي، د وژل شويو شمېر کې به ډېروالی راشي. نوموړی وايي، له ټول هيواد نه د زلزلې د زيان خبرونه وررسېږي.
د زلزلې پېژندنې امريکايي مرکز د ايکواډور زلزله د رېخټر په حساب ۷.۸ درجې اټکل کړې ده.
د زلزلې له امله گڼې ودانۍ نړېدلې دي، چې له امله يې برېښنا هم پرې شوې او لارې او سړکونه تړلي دي.
زلزله ځپلو سيمو کې بېړنی حالت اعلان شوی او د ايکواډور ولسمشر د ژغورنې ټيمونو ته د خلکو د ژغورنې لارښوونه کړې ده.
چارواکي وايي، سيمه کې د سونامي وېره هم شته، خو تر دې دمه يې نښې نښانې نه دي ليدل شوي.