ژباړه: حمیدالله حمیدي
که د لنډې مسافرۍ تکل لرئ، ضرور به له ځانه پوښتی، له چاسره ولاړ شم، کوم وخت مناسب دی، د تلو له څه ډول وسیلې کار واخلم، څومره وخت باید هلته پاتې شم او کوم وسائل را سره یوسم. کله، چې د یوې لنډې مسافرۍ لپاره اړ یو، مخکې له مخکې پروګرام جوړ کړو او ګڼ شمېر پوښتنې له ځانه وکړو، نو بیا ولې د خپل ورځني ژوند لپاره هم دغه ډول کاري مهال ویش نه جوړو؟ راځئ دغه اصل ومنو او دهر کار له کولو مخکې ورته پروګرام جوړ کړو.
جوړ شوی مهال وېش باید داسې ځای کېښودل شي، چې هر وخت ورته لاس رسی ولرئ. که کمپیوټر ته لاس رسی لرئ، کولای شي خپل ټول کاري پروګرامونه په کې ځای پر ځای کړئ، خو یو څه باید له پامه ونه غورځول شي، چې هغه وخت دی، ځکه وخت په هر کار کې اړین رول لوبوي او د پانګې د له منځه تلو مو مخنیوی کوي.
ډیری کسان شکایت کوي وایي، چې وخت نه لري؛ خو په اصل کې داسې نه ده. شوپنهار وایي (( وزګار کسان هيڅکله هم وخت نه لري))
که غواړئ، چې په ریښتیا یو کار تر سره کړئ ، له خپل وخت څخه ګټه واخلئ او یا هم خپلې موخې ته ورسېږئ، نو اړ یئ، چې ځینې بې ګټې کارونه پرېږدئ.
د وخت مدیریت موږ ته دا را ښیي، چې څه ډول له خپل موبائل څخه د خپل کار د پر مخ بیول څخه ګڼه واخلو، نه داسې، چې و وایو، فلاني ماته زنګ کړی و، اوس زه غواړم زنګ ورته وکړم او په دې سره خپل قیمتي وخت په یوه خوله خندا او بې ګټې خبروتېر کړو.
یا دا چې و وایو فلانی مې نن د کار دفتر ته راغلی، که ور سره کېننم دا بې ادبي به وشي او له ځان سره به و وایي، چې«ارزښت یې را نه کړ»
که تاسو له وخت څخه د ریښتینې ګټې اخیستلو پر اغېز پوه شي وبه ګورئ، چې د ځان لپاره به اضافي وخت هم پیدا کړئ.
د بېلګې په توګه: غواړئ یوه دویمه ژبه زده کړئ، لازمه نه ده، چې د کوټې په کونج کېنئ او ټول وخت ورته ځانګړی کړئ، بلکې کولای شئ، د موټر چلولو پروخت هم د هغه ژبې ثبت شوي پروګرامونه واورئ، مه وېرېږئ، چې فکر به مو ګډ وډ شي ولې تاسو د موټر چلولو پروخت سندرې نه اورئ؟
د ژبې زده کول هم داسې دي. دې ته وایي له وخت څخه سالمه ګټه اخیستل او موخې ته ځان رسول. کله، چې په ملي بس کې سپاره وی کولای شئ غوږۍ په غوږو کړئ ثبت شوي درسونه واورئ او یا هم کتاب ولولوئ هغه وخت بیا پوهېږئ، چې څومره اضافي وخت لرئ او څومره مهم او اړین کارونه په اسانۍ سره تر سره کولای شئ.
۱- هره شپه مو مخکې له خوب څخه ڼول کارونه یاداشت کړئ.
ګټه یې دا ده، چې هغه خنډونه درته په ګوته کوي، چې سبا ستاسو د کار مخه نیسي، د شپې به په بې غمه زړه ویده شئ او نیمه شپه به له له دې ویرې نه را وېښېږئ، چې فلانی کار مې له یاده ونه وځي پر دې سربېره سبا ورځ له دې ستونزې سره هم نه مخ کېږئ، چې کوم کار باید لومړی وکړم او په ټوله کې ښه دا، چې هېڅ کار به مو هم له یاده نه وځي.
۲- کارونه مو د لومړیتوب له مخې تر سره کړئ.
مانا دا چې کوم کار مو اړین دی، چې باید لومړی یې تر سره کړئ؟.
د هر کار لپاره ځانګړی وخت په پام کې ونیسئ. هېڅ کار مو هم دبل کار قرباني کوئ مه؛ ځکه کېدای شي د یوه واړه کار پایله د یوه لوی کار له پایلې غوره وي.
۳- کارونه مو و وېشئ.
د لوی کار د تر سره کولو لپاره هغه په وړو وړو برخو و یشئ،. په دې کار سره به متوجه شئ، چې د وړو او کوچنیو کارونو په تر سره کولو به مو یوه ورځ لوی کار تر سره کړی وي.
بریالي کېدل او موخې ته رسیدل ځانګړی هنر او لارې چارې غواړي. په آسانۍ سره نه شو کولای، چې بریالي شو؛ نننۍ زمانه د تکنالوژۍ او سرعت زمانه ده، په دې ګړندۍ نړۍ کې مجبور یو. چې باید له خپل وخت څخه په احسنه طریقه ګټه واخیستل شي تر څو خپلې موخې ته مو ځان رسولی وي. همدا لامل دی، چې خلک وایي وخت طلا دی، خو په ځینو وختو نو کې یې بیا ارزښت له طلا هم زیاتېږي، ځکه که طلا له لاسه ورکړو، کېدای شي دویم ځلي یې لاس ته راوړ، خو له لاسه تللی وخت بیا په هيڅ قېمت بېرته نه شو اخیستلی.