سلايډسيمه او نړۍ

پاکستان: طالبان د سولې مېز ته کينول يوازې د پاکستان کار نه دی

پاکستان د افغان ولسمشر هغه تورونه رد کړي، چې گواکې دوی د ترهگرو په وړاندې د «ښو او بدو» ستراتيژي پالي.

د پاکستان له بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې هېواد يې د ترهگرۍ هر ډول کړنې غندي او پر ضد يې جگړه کوي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس زکريا ويلي، چې پاکستان تېر کال جولای کې، د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو کوربه توب کړی، مگر افغان طالبان د سولې خبرو ته هڅول يوازې د پاکستان دنده نه ده.

نفيس زکريا وايي، پاکستان ډېره هڅه کړې، چې افغان طالبان د سولې خبرو ته کينوي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند زياتوي، چې د امريکا، چين، افغانستان او پاکستان د څلور اړخيزو ناستو موخه دا ده، چې افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ افغان ولسمشر د ملي شورا شريکې ناستې ته د خپلو خبرو پر مهال پاکستان سره د سولې په اړه هر ډول خبرې تحريم اعلان کړې او زياته يې کړه، چې له پاکستان څخه د سولې تمه نه لري، بلکې د خپلې ژمنې سره سم دې، طالبان له خپلې خاورې وباسي او يا دې پر ضد پوځي عملیات وکړي.

د ملي شورا گډې غونډې ته ولسمشر د پاکستان په اړه وويل، چې د سولې په خبرو کې پاتې راغلی او يا هم نه غواړي، چې د افغانستان په سوله کې مرسته وکړی.

ولسمشر غني پر پاکستان تور ولگاو، چې د ترهگرو په اړه د ښو او بدو د ستراتيژي له مخې چلند کوي او دوی بايد له دې پاليسي لاس واخلي.

ولسمشر گواښ وکړ، که پاکستان په خپلو ژمنو عمل ونه کړي، نو پر خلاف به يې ملگرو ملتونو، امنيت او نورو نړيوالو فورمونو کې غږ پورته کړي او پاکستان به د نړۍ په کچه د انزوا ښکار کړي.

پاکستان د ولسمشر دغه تورنه رد کړي او زياته کړې يې ده، چې د افغانستان سوله او ثبات د پاکستان په گټه دی او له همدې امله دوی تر ډېره هڅه کړې، چې طالبان د خبرو مېز ته کينوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button