
نن ماسپښین یوې ښځې د سترې محکمې په ساتونکو ډزې کړي چې د سترې محکمې د ساتونکو له خوا وژل شوه.
نښته نن د پنجشنبه په ورځ شوی چې د سترې محکمي مامورین رخصت ول.
د پېښې عیني شاهدان وايې چې ښځې غوښتل د سترې محکمې ودانۍ ته ننوځي خو امنیتي ساتونکو ورته اجازه نه ده ورکړې او هغه خپله تومانچه راوېستې او پر امنیتي مامورینو یې ډزي کړي.
په ډزو کې د سترې محکمې یو تن امنیتي مامور ټپي شوی او برید ګره ښځه د امنیتي مامورینو له خوا وژل شوی.
د پېښي اصلي لامل تر اوسه څرګند نه دی، د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي رسینو ته وویل چې موږ د پېښې په اړه پلټنې روانې کړي.