خبرونهروانې چارېسلايډ

عربي هېوادونه د ایران د بهرني سیاست بدلون غواړي

د روان کال د جنورۍ په لومړیو کې سعودي خپل شیعه عالم شیخ نمر النمر اعدام کړ چې له دې سره تهران او مشهد کې لاریون کوونکو د سعودي سفارت او قونسلګرۍ ته اور واچاوه چې له دې سره یو شمېر عربي هېوادونو له ایران سره خپلې سیاسي اړیکې پرې کړې چې تر دې دمه د دوي تر منځ سیاسي اړیکې نه دي تړل شوي.

ایراني مشر حسن روحاني تېره اوونۍ رسنیو ته وویل چې دوي غواړي له سعودي عربستان سره سیاسي اړیکې ولري. له دې سره په جنوبي افریقا کې ژورنالستانو د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر څخه د ایران او سعودي د اړیکو په اړه پوښتنه وکړه چې سعودي چارواکي د پوښتنې په اړه وویل چې موږ له ایران سره ساسي اړیکې په دې شرط غواړو چې دوي په خپل بهرني سیاست کې بدلون راوړي.

نن د بحرین د بهرنیو چارو وزیر دېته ورته څرگندونې وکړې او له ایران څخه یې غوښتنه وکړه چې په خپل بهرني سیاست کې بدلون راوړي. د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه‌اي د ایران په بهرنیو چارو کې مهم رول لري او دی غواړي چې په عربي او اسلامي نړۍ کې د شیعه‌ ډلو سیاسي کولو لپاره کار وکړي.

سعودي او خلیجي مشران د خامنه‌اي په بهرني سیاست باندې له پخوا تندې نیوکې کوي او له امله یې تر دې دمه د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي اړیکې پرې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button