روانې چارېسلايډ

د حکمتیار راتګ / سردار محمد همدرد

 

د امریکا او متحدینو په مرسته د پخواني ولسمشر حامد کرزی په مشرۍ چې کوم حکومت جوړ سو په لومړي ځل د بن په غونډه کې لویه اشتباه دا وه چې طالبان او حزب اسلامي یې نفي کړل او د هغوی سره یې قاطع دریځ اعلان کړ.

د نوي حکومت په جوړېدو سره څو کلونه وروسته چې جګړې په افغانستان کې زور واخیستی د سولې خبرې هم ورسره پیل سوې.

د دې ترڅنګ د سولې عالي شورا جوړه سوه، خو په رهبرۍ کې يې داسې کسان راغلل چې ټول افغانانو به همدا ویل چې، د غه خلک چې د شورا په سر سر کې واقع دي اصلا سولې ته ژمن نه دي او همداسې وسول، په تیرو ۱۴ کلونو کې د سولې شورا څخه چېه کومه طمعه کیدل هیڅ لاس ته راوړنه یې نه درلودله.

بيا یو شمېر افغانانو دا هم ویل چې د سولې په شورا کې چې کومې پیسې مصرف سوې که دا چیرې په امنیتي برخه کې پر امنیتي ځواکونو مصرف سوي وای نو تر دې به څو چنده ډېره لاسته راوړنه وای او دولت به مختګ کړی وای، خو کله چې د اشرف غني په مشرۍ نوی حکومت جوړ سو نو د دې شورا په رهبرۍ کې هم تغیر راغی چې ورسره د خلکو هېلې بيا وټوکېدې.

د سولې شورا کې يو بل نوښت چې د خلکو تمې يې ډېرې کړې دا وه چې د يادې شورا په سر کې د پیر صاحب راتګ، د سولې د عالي شورا د دارلانشاه لپاره د ښاغلي رفیقي راتګ هغه څه وو چې د سولې پر شورا باندې یو څه باور پیداسو، د دوی په راتګ سره د طالبانو سره د خبرو لپاره پرلپسې څو ناستې پر کور دننه او د باندې وسوې.

په وروستيو کې د سولې د شورا ښه لاسته راوړنه او د افغانانو لپاره ښه خبر د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیارسره خبرې وې چې د دې خبرو لړۍ په ډېر ښه ډول مخ ته تلله او اوس داسې ویل کیږي چې د ښاغلي حکمتیار سره خبرې پای ته رسېدلي چې دا پخپله د سوله خوښونکو افغانانو لپاره یو ښه زیری دی.

اوس خبره دا ده چې یو تعداد خلک د سولې په هکله ضد او نقیض څرګندونې کوی او مختلف نظرونه لري.

څوک وایي چې د۱۵ کالو لاس ته راوړنې دې وساتل سي، څوک وایي چې د دولت مخالفو وسلوالو سره دې له زوره کار واخلي او جګړه دې ورسره وسي چې دا ډول څرګندونې پخپله د سولې  لپاره خنډونه جوړوي.

زما په اند زموږ سوله قیمت نه لري، موږ په جګړې کې ګټه نه سو ترلاسه کولای، زموږ ولس هم نور د جګړې طمعه نه لري او نړیواله ټولنه هم د افغانستان په جګړه کې ناکامه سوله.

کله چې د حکمتیار خبره کیږي نو يو شمېر خلک بيا وايي، چې دا جنګسالاران باید محاکمه سي خو زه بیا دا وایم په هغه اینه کې چې یو تعداد خلک ورته ګوري ترحکمتیار ډیر داسې کسان په اوسني نظام کې سته چې په کورنۍ جګړه کې یې ډیر افغانان وژلي، په قدرت کې دخیل دي او د واک پر ګدۍ ناست دي.

د جنګسالارانو د محاکمې خبره هغه خلک کوي چې، د افغانستان په سرتاسري سوله کې د هغوی ګټې نسته او دوی له اوسني حالت ګټه پورته کوي.

د دې پر ځای چې موږ دغه ډول ضد او نقیض څرګندونې وکړو باید پر سولې باور ولرو او موږ په هر قیمت چې کیږي هم باید له ښاغلي حکمتیار سره خبرې وسي او هم له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې وسي تر څو په دې هیواد کې افغانان خپلو هیلو ته ورسيږي.

اوس ټول دې پايلې ته رسیدلي یو چې هم دولت او هم د دولت وسله وال مخالفین چې په زور او جګړه نه سو بریالي کیدای د حل لاره يواې سوله ده او بس.

زه خو پخپله په دې نظر یم چې که چیرې زموږ سوله بین الافغاني سي او د بهرنۍ مداخلې څخه خلاصه سي نو د سولې ښه  بهیر به  وه لرو حتما دې وطن ته سوله راځي.

زه د یو افغان په توګه هغه افغانان چې د ټوپک په زور نازیږي هغه دې نور په دې مظلوم ملت زړه وسوځوي، نور بس دی افغانان له تېرو څلویښتو کالو راهیسې د جګړې په اور کې سوځیږي، دا ملت تباه سو، هره ورځ ویر او ماتم دی، هره ورځ میندې او خویندې په سرو سترګو ژاړي.

په هېواد کې د دوامداره سولې په هېله!

۱۳۹۵ل / ۲ / ۲۸

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button