ارگ کې نن د افغانستان د ازادۍ اووه نویمه کلیزه ولمانځل شوه. غونډه کې د ولسمشر په گډون نورو قومي او سیاسي مشرانو هم گډون کړی وو. لومړی ولسمشر دفاع وزارت کې د ازادۍ منار ته د گل گيډي کېښودې او له هغې وروسته د ارگ سلام خانۍ ماڼۍ ته راوگرځېد.
ولسمشر د غونډې گډون والوته وویل چې هیچاته به هم اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په بهرنۍ او کورنۍ پالیسو کې لاسوهنه وکړي. ولسمشر همدارنگه زیاته کړه چې له نړیوالې ټولنې، اسلامي او غېرې اسلامي هېوادونو سره د متقابل احترام په اساس اړیکې غواړي. ولسمشر له پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې د ترهگرۍ په لمنځه وړلو کې باید گړندي گامونه واخلي.