د افغانستان د روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوالې ادارې په گډه سره اعلان کړه چې په افغانستان کې د شکر ناروغي په ټولیزه توگه مخ په زیاتېدو ده.
دا خبر چې دواړو ادارو رسنیو ته استولي دي زیاتوي چې د افغانستان د نفوس ۸.۴ سلنه په دې ناروغۍ اخته دي چې ټوله شمېره یې ۲.۷ ملیونه انسانان کېږي.
دواړه ادارې وايي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ډېرو هلو ځلو ته اړتیا ده. دا راپور زیاتوي چې د نړۍ ۹ سلنه انسانان په دې ناروغۍ اخته دي او په کلنۍ ډول ۱.۵ ملیونه انسانان د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د روغتیا نړیواله اداره وايي چې شکر ناروغي به تر ۲۰۳۰م کال پورې د مرگ شپږم علت وي.
د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیال احمد جان نعیم په دې اړه وايي: «که د شکر ناروغۍ مخه ونه نیول شي نو د زړه د سکتې، عصبي سکته، د گردو فلج کېدل، د دید له لاسه ورکول او پښو د ټپي کېدو او پرې کېدو لامل کېږي».
افغانستان ته د نړیوالې ادارې استازۍ خانم سوپریا وايي: «موږ کولی شو چې د شکر د ناروغۍ له اخته کېدو دمخه یې مخه ونیسو او ټول خلک کولی شي چې دا تر سره کړي».
مېرمن سوپریا زیاته کړه چې په منظم ډول ورزش، د سمو خوړو څخه گټه پورته کول او له سگریتو څخه ځان ژغورنه کولی شي چې د دې ناروغۍ مخه په اسانه توگه سره ونیول شي.