خبرونهسلايډسيمه او نړۍ
د امریکا په فلوریډا ایالت کې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امریکا متحده ایالاتو د فلوریډا په ایالت کې تېره شپه په بلو نایټ کلب کې ډزې شوي، د ډزو په ترڅ کې ۱۷ کسان ټپیان شوي او دوه نور وژل شوي.
د پېښې سیمه د پولیسو لخوا کلابنده شوې.
پولیسو رسنیو ته ویلي چې بریدګر وروسته له ډزو د عامو وګړو په ګڼه ګوڼه کې د پېښې له سیمې نادرکه شوی.
د پېښې عېني شاهدان وایې موږ پوه نه شوو چې برید ګر څوک وو خو شاوخوا ۳۰ ډزې یې وکړې
د پېښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو د ورته پېښو مسوولیت په تېرو کې د داعش ډلې پړه په غاړه اخیستې.