
د ترکيې او اسراییلو تر منځ د شوې هوکړې له مخې د تېرې جمعې په ورځ د ترکیې له لورې د غزې خلکو ته د بشري مرستو کښتۍ چې یوولس زره ټنه خوراکي او لومړني مواد له ځان سره لري پرون د یکشنبې په ورځ د اسراییلو د اشدود بندر ته ورسېدې.
په ۲۰۱۱م کال کې ترکيې غوښتل چې د غزې خلکو لپاره بشري مرستې ورسوي او د غزې محاصره ماته کړي چې د اسراییلي پوځ له لوري په کښتۍ برید وشو او یوولس تنه ترکان یې ووژل چې له امله د ترکیې او اسراییلو ډیپلوماتیکې اړیکې پرې شوې.
تېره میاشت اسراییلو او ترکیې سره دې هوکړې ته ورسېدل چې د ترکيې له لورې بشري مرستې دې د غزې خلکو ته واستول شي او د اسراييلو له لوري د وژل شوو ترکانو کورنۍ ته دې شل ملیونه ډالره تاوان ورکړي.