تېره ورځ کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې افغان لوړ پوړو چارواکو پر نړۍ غږ وکړ، چې افغانستان کې د جگړو له امله د بې ځايه شويو وگړو بېړنۍ مرسته وکړي.
په داسې حال کې چې له گاونډي هېوادونو پاکستان او ايرانه هر ورځ زرگونه افغانان بېرته خپل هېواد ته راستنېږي، د هېواد دننه د جگړو له کبله لسگونه زره وگړي بې کوره شوي او لا هم دا لړۍ جريان لري.
کابل کې د کور دننه بې ځايه شويو خلکو د مرستې لپاره تېره ورځ د نړيوالې مرستې ادارې او له بېړنيو پېښو سره د مبارزې مشترکې کمېټې غونډه وکړه او د وروستيو جگړو د قربانيانو له کورنيو سره يې د مرستو په اړه خبرې وکړې.
د غونډې مشري د اجرايه رييس د دوهم مرستيال محمد خان پر غاړه وه. غونډه کې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر هم گډون درلود. دغو او نورو افغان چارواکو پر نړۍ غږ وکړ، چې د ژمي د رارسېدو له کبله دې کډوالو سره بېړنۍ مرستې وکړي، که نه د بې کوره شويو ستونزې به دوه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له شمېرو سره سم دا مهال هېواد کې له دولس سوو زرو ډېر وگړي بې کوره دي.
د ملگرو ملتونو له يوه وروستي راپور سره سم افغانستان کې به روان کال کې د جگړو له کبله له يو مليون ډېر وگړي نور بې کوره شي. بشري چارو کې د ملگرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال سټېفن اوبراین په دې راپور کې وويل: «اوسمهال د افغانستان درې نيم مليون اوسېدونکي بېړنۍ مرستې ته اړ دي او که ژر تر ژره يې مرستې ونه شي، ستر بشري ناورين به رامنځته شي.»
خو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څو مياشتې وړاندې ويلي وو، چې د هېواد دننه بې ځايه شويو لپاره لازمه بوديجه نه لري او د هغوی ستونزو ته په لاسرسي کې پاتې راغلي دي. دې وزارت زياته کړې وه، چې کډوالو سره د م م د عالي کميشنرۍ مرستې هم د پخوا په پرتله کمې شوې دي.