سلايډنثر

حریص سوداګر / ژباړن : عطا محمد میاخېل

 فولکلوریکه کیسه :

  یوه سوداګر اوه زامن لرل، مګر لور یې نه درلوده . دا سوداګر دومره حریص او کنجوس وو، چې حتی یوه روپۍ یې هم بې وزله او غریبانو ته نه ورکوله . هغه د هر شي په پرتله له پیسو سره ډېره مینه درلوده .

  د سوداګر د ماڼۍ په وړاندې یوه بې وزله کوچي خیمه وهلې وه، د کوچي کورنۍ به چې کومې شیدې او مستې له خپلې رمې څخه ترلاسه کولې، په کمه بیه به یې د سوداګر په کورنۍ پلورلې . یوه ورځ، یوه بې وزله بوډۍ ښځه، چې شلېدلې جامې یې پر تن وې د سوداګر ماڼۍ ته ورننوته . د سوداګر زامنو او نوکرانو فکر وکړ، چې سوالګره ده، غوښتل یې، چې هغه له ماڼۍ څخه وباسي، مګر بوډۍ ښځه له هغوی څخه وتښتېده او ځان یې د سوداګر مېرمنې ته ورساوه .

  بوډۍ ښځې له خپل خورجین څخه یوه مڼه را بهر کړه، هغه یې د سوداګر مېرمنې ته ورکړه او ورته وې ویل : د دې مڼې په خوړلو سره به ته د یوې ښایسته لور څښتنه شې .    د سوداګر مېرمن د دې  خبر په اورېدو ډېره خوشاله شوه، مڼه یې د بوډۍ ښځې له لاسه واخیسته او په ډېره مینه او لېوالتیا یې وخوړه . په همدې شېبه کې د سوداګر زامن کوټې را ننوتل. بوډۍ ښځې د سوداګر له مېرمنې سره مخه ښه وکړه او له کوره ووته، مګر مخکې تردې چې له کوره ووځي، د سوداګر مېرمنې ته یې وویل، چې هغه د واده پرښته ده او ستا د راتلونکې لور بخت یې د هغه کوچي له زوی سره تړلی، کوم چې ستاسو د ماڼۍ په وړاندې یې خیمه وهلې ده، د دې خبرې په کولو سره له کوره ووته او لاړه . د سوداګر مېرمن او زامن په هغې پسې له کوره ووتل او هغې ته یې عذر و زارۍ وکړې، چې دا کار ونه کړي، مګر بوډۍ ښځه ډېره چټګه روانه وه او ډېره ژر له سترګو پناه شوه .

  په همدې وخت کې سوداګر کورته راننوت او له خپلې مېرمنې څخه یې د هغې د پرېشانۍ  د لامل پوښتنه وکړه . کله چې مېرمنې یې ټوله کیسه ورته وکړه، نو هغه هم ډېر خواشینۍ شو . سوداګر پوهېده، چې کوچی یو شپږ میاشتنی زوی لري . سوداګر په لومړیو کې په دې فکر کې وو، چې هغه ته پیسې ورکړي او هغه دې ته اړ کړي، ترڅو یو بل ښارته لاړ شي، مګر په ناڅاپي ډول له خپلې خبرې تېر شو او له ځان سره یې فکر وکړ : که چېرې هغه ژوندی وی، نو خطر یې تل شتون لري، ولو که هغه په بل ښار کې هم ژوند وکړي . هغه پوهېده، چې کوچی یو بې وزله او بده مرغه شخص دی، نو هغه یو بل فکر وسنجاوه، کوچي ته ورغی او ورته وې ویل : ای مهربان سړیه ! زه ستا له زوی سره ډېره زیاته مینه لرم، تر هغې کچې، چې پرته له هغه ژوند خوند نه راکوي . که چېرې اجازه دې وي، زه غواړم، چې هغه د خپل زوی په صفت ومنم او هغه ته خپل کورکې د خپل اولاد په څېر روزنه ورکړم . د هغه له پاره چې هر څومره پیسې وغواړې، نو در به یې کړم او دا ژمنه هم درسره کووم، هرکله چې  ستر شو ، نو بېرته یې در سپارم .

  کوچي د خپل ژوند د ستونز په باب، چې ورسره مخامخ وو، فکر وکړ، چې تل له خپلو څو  مېږو او وریو سره یو ځای څخه بل ځای ته سرګردانه وي . هغه دغه راز له ځان سره فکر وکړ چې زوی به یې د سوداګر په کور کې، چې یو شتمن سړی دی هوسا او آرامه شي . کوچی له اصلي خبرې ناخبره وو، د سوداګر دا غوښتنه یې ومنه او خپل زوی یې سوداګر ته ورکړ او خپله له  یو اندازه پیسو سره، کومې چې له سوداګر څخه یې اخیستې وې، بل ښار ته کډه شو .

  سوداګر د کوچي زوی خپل یوه نوکر ته وسپاره او ورته وې ویل : دا ووژنه او وینه یې په یوه بوتل کې واچوه او ماته یې راوړه . نوکر یې ماشوم یوې دښتې ته بوته، مګر هغه یو زړه خوږی او مهربان شخص و، پر بې ګناه او مصوم، ماشوم یې زړه وخوږېده، د ماشوم پرځای یې د یوې کوترې سر پرې کړ،  وینه یې په یوه بوتل کې واچوله او سوداګر ته یې وروړه . نوموړی ماشوم یې په هغې بې سره او بې پایه دښته کې، چې پرته له الله (ج) هیڅوک نه وو خوشې کړ .

  سهار وختي هغه کوچی د خپلو اوښانو، غویانو او خرو له کاروان سره، له هغې سیمې تېرېده په ناڅاپي ډول یې د دښتې په منځ  کې په یوه ښکلي ماشوم سترګې ولګېدې چې پر ځمکه پروت دی . هغه د زړه خوږي له مخې، ماشوم له ځمکې را پورته کړ، ګوري چې ماشوم یې زوی دی کوم، چې سوداګر ته یې سپارلی وو . هغه د الله (ج) ډېر شکرونه پر ځای کړل، وتوانېده چې بېرته خپل زوی تر لاسه کړي، له دې وروسته هغه یوه بل ښار ته لاړه او هلته د سوداګرۍ په چارو بوخت شو . ماشوم ورځ تر بلې غټېده، تر دې چې یو ښکلی، مټور او د لوړ قد خاوند ځوان ترې جوړ شو . هغه به د سوداګرۍ په چارو کې له خپل پلاره سره مرسته کوله، تر دې چې هغوی ډېرې پیسې پیدا کړې او د ځان له پاره یې یو کور جوړ کړ .

 د کوچي کیسه په همدې ځای دروو او د سوداګر له کورنۍ څخه یې اورو، مېرمنې یې یوه ښکلې لور دنیا ته راوړه، چې د کوچي له زوی سره  هم مهالې غټېدله، تر دې چې په یوه ښکلې پېغله بدله شوه،  په ټول ښار کې یې ساری نه لیدل کېده .

  یوه ورځ سوداګر د یوه سوداګریز سفر په تکل له کوره ووت او یوه بل ښارته لاړه، چې هلته هغه کوچی، چې اوس مهال ستر سوداګر وو، هستوګنه لرله . سوداګر د کوچي په کور کې شپه وکړه او په هغه ځای کې یې یو ډېر ښکلی، مټور او ځواکمن ځوان ولیده، چې د ده له پاره یې دسترخوان وغوړاوه او خواړه یې چمتو کړل . د کوچي زوی د سوادګر ډېر پام د ځان خواته را واړاوه ، بالاخره یې له کوچي څخه وپوښتل : دا ځوان ستا زوی دی؟

  سپین ږیري کوچي سوداګرته د  هغه څه باب چې مخکې تېر شوی وو،  کیسه وکړه . سوداګر پوه شو، چې دا همغه هلک دی، کوم چې ده د وژلو له پاره دښتې ته لېږلی وو . سوداګر په اندېښنه کې شو، که چېرې دا هلک د ده له لور سره واده وکړي، نو په ټوله پانګه او شتمني کې به یې شریک شي، حریص سوداګر، چې له خپلو پیسو سره یې ډېره مینه درلوده، په دې فکر کې شو، هرڅنګه چې کېدلای شي، باید د کوچي زوی ووژني . هغه په ډېرې ځیرکۍ، کوچی قانع کړ، تر څو خپل زوی ته اجازه ورکړي، چې د ده یو ډېر مهم پیغام  کورنۍ ته یې ور ورسوي، د دې کار له پاره هغه یو اندازه پیسې هم پیشنهاد کړې، چې د کوچي له خوا ومنل شوې . سوداګر په لیک کې خپل مشر زوی ته لارښوونه کړې وه، کله چې لیک مو ترلاسه کړ، نو د لیک دروړونکی ژر تر ژره ووژنئ .

   د کوچي زوی د سوداګر د لیک د رسولو په موخه له کوره ووت، هغه د ډېرو ستونزو له ګاللو وروسته ځان ښار ته ورساوه . هغه د سوداګر کورته ورغی او دروازه یې وټکوله. په دې وخت کې د سوداګر ټول زامن له کوره بهر وتلي وو او یوازې د سوداګر لور، چې ډېره ښکلې او جذابه شوې وه، په کور کې پاتې وه . د سوداګر لور دروازه پرانیسته . هغه په هماغه شېبه د کوچي په زوی مینه شوه . هغې له ځوان څخه په رېږدېدلي غږ پوښتنه وکړه: څه غواړې او له چا سره دې کار دی ؟ د کوچي زوی هم د هغې د ښکلا تر اغېزې لاندې راغی . لیک یې ورکړ او غوښتنه یې ترې وکړه، چې  خپلو وروڼو ته یې ورکړي .

  د کوچي زوی د دوی د کور په مخکې د ولاړې ونې لاندې اوږد وغځېده او آرام یې وکړ. د سوداګر د لور ټول هوښ او حواس د کوچي زوی ته وو او د هغه په اړه یې فکر کاوه . په دې همدې شېبه یې فکر ته ورغلل، چې هغه ځوان یو لیک ورکړی دی او وې غوښتل چې لیګ وګوري، چې څه پکې لیکل شوي دي . کله چې هغې لیک پرانیست، له لوستلو یې ډېره حیرانه شوه، لیک یې څیرې کړ، ژر یې قلم او کاغذ را واخیست او یو بل لیک یې ولیکه او په هغه کې یې ولیکل، چې د هغې  واده له لیک راوړونکي سره وکړي، هغې دا هم ولیکل، چې د واده  یو ستر جشن دې هم جوړ شي ، ټول خلک دې را وبلل شي او هغوی ته دې ډوډۍ ورکړل شي، د لیک په پای کې یې د خپل پلار لاسلیک وکړ او هغه یې په یوه پاکټ کې واچاوه . کله چې د شپې وروڼه یې کورته راغلل او لیک یې ولوسته، نو حیران شول، وې لیدل چې د پلار لیک یې دی او په پای کې یې لاسلیک کړی هم دی، نو د پلار امر څخه یې سر غړاوی نه شو کولای . هغوی د کوچي زوی کور ته را وسته او هغه یې ښه استقبال کړ . هغوی ژر د هغه جامې ور بدلې او نوې جامې یې ور واغوستې او بله ورځ یې د واده مراسم ترسره کړل .

  د څو میاشتو له تېرېدو څخه وروسته، سوداګر خپل کور ته راغی . هغه په دې فکر کې وو، چې خپله لور خپل وراره ته ورکړي، چې هغه هم سوداګر وو، دا  شخص مخکې تر دې هم په دې اړه د نجلۍ له پلاره سره غږېدلی وو، تر څو لور یې هغه ته په نکاح ورکړي، مګر نجلۍ په هماغه لومړۍ شېبه د رد ځواب ورکړی وو . ځکه چې لومړی د کاکا زوی یې د ډېر عمر خاوند او دویم دا چې هغه یو کنجوس او پیسه پرسته و، تر هر څه یې له خپلو پیسو سره ډېره زیاته مینه لرله، د دې ترڅنګ هغه یو غوسه ناک شخص و، تل به یې وچوېلی تریو او خواشینی به معلومېده .

  کله چې سوداګر خپل کورته ننوت، سترګې یې د کوچي په زوی ولګېدې، چې په صالون کې په یوه توشکه اوږد غځېدلی دی او لور یې ورته چای اچوي . هغه د دې صحنې په لیدو لومړی ډېر غوسه شو، مګر کله چې زامنو یې ورته وویل، چې هغوی  د ده د لارښوونې سره سم له دې ځوان سره د خپلې خور واده کړی دی، د یوې شېبې له پاره غلی شو، وروسته له ټول جریان څخه خبر شو، مګر کوښښ یې وکړ، تر څو خپل حالت وساتي او په ظاهره یې هغوی ته د واده مبارکي ورکړه او په ساختګي خندا یې د امکان تر حده هڅه وکړه، تر څو هغوی ته ځان خوشاله وښیي .

  کله چې د خوب بسترې ته لاړه، نو هلته یې د خپلو زرګونو روپیو په باب فکر وکړ، چې د ده له مرګه وروسته به یې زوم څښتن کېږي، دا تشویش د دې لامل شو، چې هغه تر سبا خوب ونه کړي، تر دې چې له دې ځوان څخه د خلاصون یوه بله لاره یې وسنجوله .

په سبایي خپلې لورته وویل، چې نن یو شمېر مېلمانه غواړي، چې د دوی کورته راشي . هغه له خپلې لور څخه وغوښتل، تر څو خپل خاوند ته ووایي، چې نانوایي ته ورشي، د غوړو ډوډیو او کلچو فرمایش ورکړي، که چېرې خپلو نوکرانو ته ووایي، نو نانوای به د هغه خبرې ته ارزښت ورنه کړي، له دې وروسته خپله سوداګر نانوای ته ورغی او ښې ډېرې پیسې هم ورکړې او ورته وې ویل : نن سهار وختي یو ځوان د غوړو ډوډیو د فرمایش له پاره تاته راځي، ته باید هغه تود تناره ته ور ټیل وهې او د تناره سر ورپسې پټ کړې .

  کله چې سهار شو، نو د سوداګر لور خپل خاوند له خوبه را پاڅاوه او دا دنده یې یوه نوکر ته وسپارله، ترڅو یې ترسره کړي، په ناڅاپي ډول د کوچي زوی بیداره شو او ور په یاد شول، چې باید نانوای ته ورشي، مګر مېرمنې یې اجازه ورنکړه او ورته وې ویل،چې دا دنده یې خپلو نوکرانو ته سپارلې ده .

  سودا ګر هم له خوبه را پاڅېده، خپله چپنه یې واغوسته او د حمام په لوري وخوځېده . له حمام څخه د بېرته را ګرځېدو پرمهال یې له ځان سره فکر وکړ، چې باید یوځل نانوایي ته لاړشي او د خپل زوم له حاله خبر شي، هغه مخامخ د نانوای هټۍ ته لاړ او له هغه څخه یې وپوښتل : آیا هغه ډوډۍ مې چې درته ویلې وه ……. لا خبره یې پای ته نه وه رسېدلې،نانوای په دې ګومان چې دا هماغه شخص دی کوم، چې باید تناره وغورځول شي. هغه یې په ډېرې سختۍ د تناره لورته را کش کړ، ور وې غورځاوه او وروسته یې د تناره برغولی پرې ورکېښود .

  د سوداګر زامنو ډېر انتظار وویست، مګر هغه هېڅکله بېرته کورته را ونه ګرځېده . هغوی ډېر ولټاوه ، مګر په موندلو کې یې پاتې راغلل، بلاخره ناهیلي شول او فکر یې وکړ، چې هغه مړ شوی دی .

  د سوداګر زامن لټ او بېکاره ول او وې نشو کولای، چې د خپل حریص پلار کاروبار ته دوام ورکړي . هغوی پوهېدل، چې د کوچي زوی، په کارپوه او فعال شخص دی، نو دوی د خپل پلار ټول کاروبار هغه ته وسپاره او د کوچي زوی هم په ډېره کمه موده کې د سودا ګر ټوله شتمني د ځان کړه .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button