سلايډسيمه او نړۍ

کلنټن: څوک چې اسراييلو ته وفا ونه لري، د امريکا ولسمشر کېدای نه شي

هلري کلنټن په واشنګټن کې د يوې اسراييلي لابي په غونډه کې ويلي دي چې هر امريکايي ولسمشر بايد اسراييلو ته وفادار وي، او که وفا ونه لري، د امريکا ولسمشر کېدای نه شي.

هغې دغه څرګندونې په واشنګټن کې د مارچ په يوويشتمه نېټه د امريکا او اسراييلو د اړيکو د کميسيون کلنۍ غونډه کې وکړې. هلري چې اوسمهال د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو کې مخکښه نومانده ده، پر بل نوماند، ډونالډ ټرامپ نيوکه وکړه چې د اسراييلو په اړه «بې طرفه» موقف لري.

کلنټن په خپلو څرګندونو کې زياته کړه چې امريکايي مشران بايد له اسراييلو سره خپله وفاداري څرګنده کړي، او څوک چې له دې خبر نه وي، د ولسمشر کېدو مجال نه لري.

په امريکا کې د ديموکراتانو مخکښې نوماندې، کلنټن دغه راز د ايران په اړه ويلي چې لا هم اسراييلو ته ګواښ دی او بايد له نږدې وڅارل شي.

د سياسي چارو شنونکي په دې اند دي چې د امريکا په سياست کې اسراييلي يا يهودي لابي ډېر رول لري او هغه څوک چې له اسراييلو سره ښې اړيکې ونه لري، په امريکا کې د ولسمشر کېدو چانس هم نه لري. همدا لامل دی چې په فلسطيني اسراييلي شخړه کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا او نړيوال سياست کې امريکا د اسراييلو کلکه ملاتړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button