خبرونهسلايډ

سلما بند به سبا ته پرانستل شي

سلما بند چې د هند په مالي مرستې رغول شوی دی سبا ته به د هند او افغان ولسمشرانو له لوري رسما پرانستل شي. دا بند به هرات او شاوخوا نورو ولایتونو ته برېښنا ورکړي.

هند په سلما بند باندې شاوخوا درې سوه ملیونه ډالره پانگونه کړې چې دا د هند د مالي مرستو تر ټولو ستره پانگونه شمېرل کېږی.

ارگ ته نږدې رسنیو ویلي چې د بند د پرانستې لپاره ولسمشر نن هرات ولایت ته رسېدلی دی. همدارنگه د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویکاس سواروپ ویلي چې نرندرا مودي به د جون په څلورمه کابل او بیا هرات د بند د پرانستې لپاره سفر وکړي.

دغه بند ته افغان حکومت د افغان او هند د دوستۍ بند نوم ورکړی دی. د سلما بند اوږدوالی شاوخوا ۲۰ کیلومتره او پلنوالی یې په اوسط ډول ۴ کیلومترو ته رسېږي.

همدارنگه سلما بند د ۴۲ میگا واټه برېښنا ورکولو او ۸۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

د سلما بند د جوړولو هڅې د داود خان د حکومت په وروستیو دورو کې پیل شوې وې چې د ثور له کودتا سره هر څه په ټپه ودرېدل او دغه کار نن تر سره شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button