سلايډسيمه او نړۍ
روسيه کې د الوتکې لوېدو له امله يو شپېته تنه وژل شوي
نن سهار وختي د روسيې په روستو ان ون ښار کې د ملکيانو يوه الوتکه لوېدلې، چې له امله يې يو شپېته کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د روسيې د کورنيو چارو وزارت وياند ټاس خبري اژانس ته ويلي، د بوينګ ۷۳۷ ډوله دغه الوتکه د دوبۍ هوايي شرکت وه او له دوبۍ څخه يې روسيې ته پنځه پنځوس ملکيان کښېنولي وو، چې د خرابې هوا له امله په کې د شپږ تنه عملې په ګډون ټول يو شپېته کسان مړه شوي.
د روستو ان ون د هوايي ډګر د الوتنو د کنټرول او تنظيم د ادارې وياند اين پيټچينک اسوشيتيد پريس خبري اژانس ته ويلي، الوتکې يو ځل د دغه ښار په هوايي ډګر د کښېناستو کوښښ وکړ او بېرته پورته شوه، چې بيا يې له هوايي ميدان سره اړيکه پرې شوه.
د الوتکې د لوېدو دقيق لامل لا نه دی معلوم، خو ويل کېږي، د خرابې هوا له امله به غورځېدلې وي.