د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شريف د روانې مياشتې په پای کې د ولسمشر اشرف غني په ځانگړې بلنه کابل ته راځي.
پاکستاني سرچينې وايي، چې د جنرال شريف د سفر موخه افغان چارواکو سره د امنيتي ستونزو، د ډيورينډ دواړو غاړو ته د مخالفينو د فعاليتونو څار او سولې په اړه خبرې اترې دي.
جنرال شريف په داسې حال کې کابل ته سفرکوي، چې د راتلونکي کال د جنوري په لومړۍ اوونۍ کې د پاکستان، افغانستان، چين او امريکا استازي په اسلام اباد کې د افغان سولې، چانسونو او ستونزو په اړه گډې خبرې کوي.
کابل ته د راحيل شريف د سفر موخه د دوه اړخيزو امنيتي اړيکو سربېره، د پولې دواړو غاړو ته د مخالفينو د خوځښت او فعاليتونو په اړه بحثونه دي.
د پاکستان د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز اسلام اباد کې رسنيو ته وويل، چې د راحيل شريف له سفر وروسته د راتلونکي کال د لومړنۍ مياشتې په پيل کې به د امريکا، پاکستان، افغانستان او چين استازي په پاکستان کې د افغان سولې په اړه گډه ناسته وکړي.
ښاغلي عزيز زياته کړه، چې په دغه گډ کنفرانس کې د سولې په ميکانېزم، چانسونو او ستونزو په اړه خبرې کيږي.
دوې اوونۍ وړاندې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې اسيا زړه کنفرانس کې ولسمشر اشرف غني د امريکا او چين په فشار گډون وکړ او د دغه کنفرانس په څنډه کې ولسمشر غني د پاکستان صدر اعظم نواز شريف، د امريکا بهرنيو چارو مرستيال وزير انتوني بلنکن او د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير وانگ ژي سره په گډه ناسته کې د سولې په اړه په اړه خبرې اترې کړې وې.
افغانستان له تېرو څو کالو راهيسې پر پاکستان تورونه لګوي، چې افغانستان کې مداخله کوي او د سولې په اړه رښتينې مرسته نه کوي.
افغان کارپوهان وايي، چې پاکستان طالبان د خپلو گټو لپاره کاروي او نه پرېږدي، چې افغانستان کې سوله راشي.
بل پلو د پاکستان ازاد خبريال طاهر خان تېره شپه طلوع تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې پاکستان پر طالبانو اثر لري، خو د کنټرول خبره به بې ځايه وي او نه شي کولای، چې طالبان په زور د خبرو مېز ته کينوي.
طاهر خان د خپلو خبرو په ترڅ کې دا هم وويل، که طالبان د پاکستان په کنټرول کې وای، نو طالبانو به هېڅکله قطر کې خپل دفتر نه و پرانيستی؛ ځکه چې دا دفتر د پاکستان په خوښه نه دی خلاص شوی او د پاکستان غوښتنه دا وه، چې که طالبان خپل دفتر خلاصوي، نو بايد په اسلام اباد کې يې خلاص کړي.
د څارونکو په اند له پاکستانه د افغان چارواکو گېلې تر يو حده پر ځای دي، خو د دې تر څنگ افغان حکومت باید په کور دننه هم سره يوه خوله شي او د سولې لپاره په کور دننه زمينه جوړه کړي.