افغانستانسلايډ

سروې: يو اتيا سلنه افغانان له حکومته ناخوښ دي

يوې تازه نړيوالې سروې ښودلې ده، چې د افغانستان يو اتيا سلنه خلک د ملي يووالي له حکومته ناخوښ دي. د امريکا د نشراتي بورډ (بي بي جي) د مديره هيئت او د گلوپ ادارې په دغه سروې کې يو اتيا سلنه گډونوالو د ملي يووالي حکومت له کړنو ناخوښي ښودلې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په سلو کې يوازې اوولس سلنه خلکو بيا له حکومته لږه يا بشپړه خوښي څرگنده کړې ده.

د يادو ادارو له لوري تر سره شوې دغه سروې د افغانستان په څلور دېرش ولايتونو کې شوې ده، چې په کې دوه زرو افغانانو سره مرکې شوې دي.

د سروې شپږ اويا سلنه وگړو د ولسمشر غني او شپږ اتيا سلنه وگړو د اجرايه رييس عبد الله عبد الله له کړنو ناخوښي ښودلې ده.

د چارو شنونکي په دې اند دي، چې له حکومته د افغانستان د خلکو دغه ژوره ناخوښي د ۲۰۱۴ز د ټاکنو پر مهال د چارواکو له لوري د کړيو ژمنو د نه عملي کېدو له امله ده. چارواکو هغه مهال خلکو سره د امنيت د تامين، اقتصادي پرمختگ او د کار زمينې برابرولو سربېره نورې ډېرې ژمنې کړې وې، چې حکومت يې په عملي کولو کې پاتې راغلی.

سروې کې گډون کوونکو نهه شپېته سلنه افغانانو خپل ژوند د ملي يووالي حکومت له پيله وړاندې وخت سره پرتله کړی او څرگنده کړې يې ده، چې ژوند يې د خرابۍ پر لور تللی. هغوی زياته کړې ده، تر راتلونکو دوولس مياشتو به يې د ژوند بشپړ وضعيت خراب شي.

خو کابل کې د امريکا د سفارت پخوانی مرستيال او د افغانستان د ستراتېژيکو څېړنو د انسټيټيوټ د مشورتي بورډ فعال غړی ډيويډ سډني وايي، د ملي وحدت حکومت به د خلکو له نارضايت سره دوام وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button