ژباړه: حمیدالله حمیدي
وړوکي ماشوم یې د انځور کښنې کتابچه پرځمکه وغورځوله او په ژړا یې د مور په غېږ کې ځان ختا کړ، مور یې پر سرلاس راکش کړ:
- قربان زویه! ولې ژاړې؟ مور دې در ځار شه.
ماشوم سلګو اخیستی و، خبرې یې نه کولې، مور یې پر مخ ښکل کړ،
- ولاړ شه زویه، د ښوونځي کالي دې بدل کړه. د زوی د انځور کښنې کتابچه یې ور پورته کړه، پاڼې یې واړولې ښوونکي ورته لس نمرې ورکړې وې، ماشوم یې د خپلې مور انځور کښلی و، خو په انځور کې یې د مور سترګه یوه وه.
ښوونکې تر انځورلاندې لیکلی و، په رسم کې دې دقت کوه.
سبا یې مور ښوونځي ته ولاړه، د ښونځي له مدیر یې د خپل زوی د رسامۍ د ښوونکي د لیدو غوښتنه وکړه. مدیر ورسره و منله. او شېبه وروسته د ادارې په دروازه دنګ او خندرویه ځوان را ننوت، خو کله یې چې د ماشوم په مور سترګې ولګېدې، سر یې ځوړند کړ او په لړزېدلي غږ یې وویل:
- مورې بښنه غواړم، زه نه وم خبر
د ماشوم مور یوازې یوه سترګه درلوده.