د پاکستان د جماعت اسلامي مشر او د سنا غړی سراج الحق ویلي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو شتون او د راتلونکي لپاره یې پاتې کېدل د سیمې امنیت او سوله گواښي.
سراج الحق پرون په لاهور کې د باراک اوباما په سیاستونو توندې نیوکې وکړې. سراج الحق همدارنگه د امریکايي پوځيانو په پراخو او ازادو عملیاتو نیوکه وکړه.
د جماعت اسلامي مشر په دې ټینګار کاوه چې باراک اوباما باید له افغانستان څخه ټول امریکايي سرتېري وباسي. سراج الحق همداراز زیاته کړه چې امریکايي او ناټو پوځيانو په افغانستان کې «گڼ بې گناه خلک وژلي او اوباما دې سلسلې ته دوام ورکړی».
سراج الحق همدارنگه د پاکستان په خاوره کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بمباري وغندله او زیاته یې کړه چې دا د پاکستان «خپلواکي او ملي حاکمیت» تر پوښتنې لاندې راوړي.
اوباما د جمعې په ورځ د امریکايي سرتېرو د پراخو عملیاتو سند لاسلیک کړ چې له مخې یې امريکايي پوځیان کولی شي د طالبانو پر ضد جگړې کې له افغان ملي اردو سره یوځای جگړه وکړي.