خبرونه
اتمر: افغان هوايي ځواک د امريکا ډېرې مرستې ته اړتيا لري

د افغانستان د ملي امنيت مشاور محمد حنيف اتمر ويلي دي چې د افغانستان هوايي ځواکونه د امريکا لا ډېرې مرستې او ملاتړ ته اړتيا لري.
حنيف اتمر د امريکا د دفاع وزارت چارواکي مارسل لېټر ته ويلي دي چې امريکا په افغانستان کې د ترورېزم په له منځه وړلو کې ډېر مهم رول لوبولی دی. خو هغه اوس د ترورېزم د بيا راپورته کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
اتمر ويلي: «اوسمهال په سيمه او نړۍ کې د ترورېزم ګواښ مخ په زياتېدو دی. د افغانستان هوايي ځواک د امريکا روزنې او تجهيز ته اړتيا لري.» هغه زياته کړې چې افغانستان تيار دی چې د خپلو اړتياوو لېست امريکا ته وړاندې کړي.