خبرونهسلايډ

د بشر حقونو څارونکې اداره: افغانستان یو فاسد قضايي سیستم لري

د بشر حقونو څارونکې اداره چې په نیویارک کې یې مرکزي دفتر دی د طالب بندیانو د وروستیو اعدامو په اړه یې یوه خبرپاڼه خپره کړې چې په کې یې د افغانستان له ولسمشر څخه غوښتنه کړې تر څو د اعدامونو بهیر ودري.

خبرپاڼه زیاتوي چې افغانستان یو فاسد قضايي سیستم لري چې د اعدام حکم به په کې ډېرې نیمگړتیاوې ولري. خبرپاڼه همداراز زیاتوي چې د ولسمشر د دفتر په خبرپاڼې کې راغلي چې دغه اعدامونه د افغانستان د اساسي قانون مطابق او د اسلامي شریعت په رڼا کې تر سره شوي خو دغه خبرپاڼه د محاکمو د کار په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د دې ادارې د افغانستان د چارو مشر پاتریشا گروسمن د وروستیو اعدامونو په اړه وايي چې دا به ډېرې اغېزناکه نه وي او ډېر امکان شته چې امنیتي حالات تر پخوا ډېر خراب کړي.

گروسمن زیاتوي چې تر اعدام څخه دا ډېره اغېزناکه ده چې دې خلکو ته بښنه وشي.

د بشر حقونو څارونکې اداره د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه کوي تر څو د اعدامونو بهیر ودروي او د اعدام د قانون په اړه اساني راوړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button