خبرونهسلايډ

یونان د کډوالو دوهمه ډله ترکيې ته استانه کړل

د ترکیې او اروپايي ټولنې د هوکړه لیک په اساس دا د کډوالو دوهمه ډله ده چې د یونان له لسبوس ټاپو څخه د ترکیې دیکیلي ټاپو ته استوي کېږي. د کډوالو په دې ډله کې ۴۵ تنه پاکستانیان هم شامل ول.

له کډوالو څخه ملاتړکوونکو ډلو کوښښ وکړ چې د کښتیو مخه ونیسي خو یوناني او ترکي پولیسو د دوي مخه ونیوه. د کډوالو په لومړۍ او دوهمه ډله کې ډېری پاکستانیان شامل ول.

د مارچ د میاشتې په شلمه د اروپايي ټولنې او ترکیې مشران دې هوکړې ته ورسېدل چې هغه کډوال چې تر دې دمه يې د کډوال‌توب غوښتنې نه دي کړي او هغه کډوال چې د هغوي غوښتنې رد شوي دي د ترکیې هېواد ته دې استول کېږي.

تر دې دمه ۴۰۰۰ کډوال د دې نوي هوکړې په اساس به ترکیې ته استول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button