افغانستانسلايډ

حزب اسلامي په ډېرو برخو کې له حکومت سره هوکړې ته رسېدلی

وروستيو راپورونو د سولې عالي شورا او د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ترمنځ د خبرو پایلو ته هیلې زیاتې کړې دي. له یوې میاشتې راهیسې د حزب اسلامي دوه کسیز مرکچي ټیم په کابل کې په خبرو بوخت دی.

په پېښور کې د حزب اسلامي د دفترونو مسوول، محمد حکیم حکیم، د ګوند د سیاسي چارو مسوول، غیرت بهیر او علي انصاري د ګوند د اجراییه شورا غړي هم کابل ته د جدي خبرو لپاره راورسېدل.

د حزب اسلامي مرکچي ټیم وايي، چې له ۲۵توکو څخه په ۲۰ هغو کې له حکومت سره هوکړې ته رسېدلي دي او یوازې ۵ اختلافي برخې لا هم شته.

د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کول، د حزب اسلامي د زندانیانو خوشې کول او د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره لارې چارې برابرول درې اختلافي ټکي دي.

دوه نور اختلافي ټکي تر اوسه نه دي څرګند شوي.

د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي له پخوا د بهرنیو ځواکونو وتل هم د سولې د خبرو لپاره د شرط په توګه یاداوه؛ خو د خبرو په نوي پړاو کې له دغه شرط څخه لاس پر سر شوي.

د حزب اسلامي نوی مرکچي ټیم، چې غیرت بهیر یې مشري کوي، نن کابل ته راورسېد. بهیر په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د یکشنبې شپه به له ولسمشر غني سره لیدنه ولري.

ښاغلی بهیر وايي، چې دوی د سولې بهیر اړوند خپل ټول مسوولیتونه ترسره کړي او اوس د افغان حکومت اقدام ته منتظر دي.
د سولې عالي شورا هم ویلي چې اختلافي ټکي يې ولسمشر ته استولي دي.

که څه په روانه جګړه کې د جګړې ماشین طالبان ګڼل کېږي؛ خو له حزب اسلاي سره هم د سولې خبرو بریا هیلې راټوکولي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button