خبرونهسلايډسيمه او نړۍ

بارک اوباما د گوانتانامو زندان د تړلو طرحه اعلان کړه

 

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن رسماً د گوانتانامو زندان د تړلو طرحه اعلان کړه. هغه ژمنه چې ښاغلي اوباما د ۲۰۰۸م کال د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال کړې وه نن یې لومړنی رسمي گام واخیستل شو.

اوباما وویل، د دغه زندان دوام د «امریکا له ارزښتونو سره په ټکر» کې دی او په نړیواله کچه یې د امریکا حیثیت ته زیان اړولی.

ولسمشر اوباما وویل، دغه طرحه به د امریکا کانگریس ته چې ډېری غړي يې جمهوریت غوښتونکي دي، واستوي. ویل کېږي، تر دې دمه د گوانتانامو زندان د تړلو په موخه د اوباما هڅې په کانگریس کې د جمهوریت غوښتونکو د پراخ شتون له امله له خنډ سره مخ شوې دي.

اوباما همدارز ویلي، چې پاتې زندانیان به په امریکا کې «خوندي زندانونو ته» واستول شي.

د امریکا دفاع وزارت وړاندیز کړی چې د گوانتانامو ۹۱ تنه زندانیان به یا خپلو هېوادونو ته او یا هم نورو پوځي او ناپوځي زندانونو ته ولېږدول شي؛ خو د امریکا کانگریس له دغې طرحې سره مخالفت کوي او په دې تړاو د هر ډول لایحې له تصویب سره مخالف دی.

د گوانتانامو زندان هر کال ۴۴ میلیونه ډالر لگښت لري. د دغه زندان تړل د اوباما د کمپاین له مهمو ژمنو څخه گڼل کېږي.

بارک اوباما چې د ولسمشرۍ دویم پېر یې په راتلونکې جنورۍ کې پای ته رسېږي، وايي نه غواړي چې دغه ستونزه خپل ځایناستي ته پرېږدي.

اوباما وویل: «د دغه زندان دوام زموږ له ارزښتونو سره په ټکر کې دی او په نړۍ کې زموږ حیثیت ته زیان رسوي».

امریکا د جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پر مهال، په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان له یرغل وروسته د گوانتانامو زندان د کیوبا هېواد په یوه ټاپو کې جوړ کړ چې خپل مخالفین یې په کې له بشري حقونو څخه بې برخې ساتلي. په گوانتانامو زندان کې د امریکا د حکومت پر کړنو تل د بشري حقونو خپلواکو ټولنو نیوکې کړې. د گوانتانامو په مخالفت د نړۍ په گڼو هېوادونو کې لاريونونه هم شوي دي.

د گوانتانامو زندان چې د امریکا په خاوره کې موقعیت نه لري؛ ځکه د امریکا د محاکمو قوانین په کې نه پلي کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button