حزب اسلامي (حکمتیار) د امریکا د بندیزونو لرې کولو غوښتنه کړې
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي، چې له طالبانو وروسته د حکومت مخالفه وسله ډله ګڼل کېږي، له افغان حکومت سره یې نېغ په نېغه د روغې جوړې خبرې پیل کړې دي.
د سولې په عالي شورا کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ځینو رسنیو ته څرګنده کړې چې د حکمتیار حزب اسلامي غوښتنه کړې چې د امریکا له خوا یې پر ګوند لګېدلي بندیزونه لرې شي. دمګړۍ د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار د امریکا له خوا په تور لیست کې شامل دی.
د حکمتیار د ډلې او سولې عالي شورا ترمنځ د خبرو اترو دویم بهیر دوه ورځې وړاندې ترسره شو. د سولې عالي شورا غړو چې په دغو خبرو کې ګډون کړی و، څرګنده کړې چې اختلافونه «ډېر جدي نه دي» او د خبرو په وروستیو پړاوونو کې به پایله ولري.
همداراز ویل شوي چې دغه ډله له وسله وال مخالفته د لاس پر سر کېدو لپاره غواړي چې د حکومت په امنیتي او ملکي ادارو کې ورته برخه ومنل شي.
تر دې دمه افغان حکومت په واک کې د حکمتیار د ګډولو یا نه ګډولو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې امریکا د عبدالله نوبهار او عبدالصبور په نومونو د حکمتیار د حزب اسلامي د دوه تنه نورو غړو نومونه هم په تور لیست کې زیات کړل.