د ولسي جرګې پخواني غړي او د حراست او ثبات شورا غړي، عبدرب الرسول سیاف د طلوع ټلویزیون پر کارکوونکو د طالبانو برید غندلی. سیاف چې له طلوع نیوز سره یې خبرې کولې د طالبان برید «ترهګریز او بزدلانه» وباله.
سیاف ټینګار وکړ چې له پیله یې د شریعت او دین له نظره د طالبانو بریدونه او کړنې غندلې او ناروا بللې وې.
عبدالرب رسول سیاف وویل، طالبان ځکه خبریالان په نښه کوي چې د دوی «فجایع» خپروي. سیاف په خپلو خبرو کې د طلوع له ټولو خبریالانو سره خواخوږي څرګنده کړه.
سیاف رسنۍ «د هېواد دفاع په سنګر کې» ولاړې وګڼلې.
تېره چارشنبه د کابل په دارالامان واټ د طلوع ټلویزون د کارکوونکو کاسټر موټر د یوه برید نښه وګرځېد. طالبانو د برید مسوولیت په غاړه واخیست او طلوع ټلویزیون یې «استخباراتي دستګاه» وګڼله. طالبانو د کندوز د جګړې پر مهال، هغه وخت طلوع او یک ټلویزیونونه د خپلو مشروع اهدافو په نوملړ کې شامل کړل چې طلوع طالبان په جنسي تجاوزونو تورن کړي وو.