د افغانستان د ملي يووالي حکومت اجراییه رييس، عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا ته څرګنده کړه چې تمه ده ولسمشر محمد اشرف غني د «اسیا زړه» کنفرانس کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته سفر وکړي.
عبدالله نن وویل، چې ښاغلی غني او ورسره پلاوی په دغه ناسته کې ګډون کوي او کابل هیله من دی چې پایلې به یې په سیمه کې د رښتینو همکاریو لامل شي.
د پاکستان په نوښت د سولې دویم بهیر له ځنډني کېدو او بیا وروسته د کابل په شاه شهید کې له زوروې چاودنې وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکې د ملي يووالي حکومت پر مهال تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، «د ترهګرۍ او مشترکو ګواښونو پر ضد سیمه ییزه مبارزه» به د اسیا زړه کنفرانس له مهمو موضوعاتو څخه وي. د اسیا زړه کنفرانس پنځمه غونډه په اسلام اباد کې ترسره کېږي.
ویل کېږي، تر دې وړاندې اشرف غني په دغه ناسته کې له ګډون نټه کړې وه؛ خو تېره میاشت کابل ته د پاکستان د پښتنو سیاستوالو پلاوی وتوانېد چې غني د پاکستان سفر ته وهڅوي.
د اسیا زړه د ناستو بهیر په لومړي ځل په ۲۰۱۲م کال کې د ترکیې په استانبول کې پیل شو.
د کابل او اسلام اباد د اړیکو له خړ پړتیا وروسته، غني او شریف په پاریس کې د اقلیم د بدلون په ناسته کې ولیدل. افغانستان به له پاکستان څخه وغواړي چې پر طالبانو فشار راوړي چې د سولې خبرو اترو ته حاضر شي.
د طالبانو مشر، په خپلو وروستیو څرګندونو کې یو ځل بیا وویل، له نظامي کار سره به سیاسي کار هم کوي خو «په خپل وخت کې، په خپلو شرایطو سره، داسې نه چې د بل چا په اشاره او په زور به موږ خبرو ته حاضرېږو، دا د هر چا خپل کار دی او خپل نظر دی».