افغانستان
جاپان د سالنگ تونل رغوي

جاپان غواړي افغانستان کې د سالنگ تونل چې شمال او پلازمېنه کابل سره نښلوي، ورغوي. د جاپان حکومت ويلي، دې کار لپاره يې څه کم دوه مليون ډالر ځانگړي کړي دي.
پرون په دې اړه افغانستان کې د جاپان د سفير او کابل کې د اسيا د پراختيايي بانک د استازي تر منځ هوکړه لاسليک شوه. د سالنگ تونل د رغولو دغه پروژه به د افغانستان د عامه گټو وزارت په همکارۍ ترسره شي.
سالنگ تونل د ۱۹۵۸ او ۱۰۶۵ کلونو تر منځ موده کې د پخواني شوري اتحاد له لوري جوړ شوی و.