وسله والو طالبانو د هلمند له ناوې وروسته خانشين ولسوالۍ هم له دولته نيولې ده. دا په داسې حال کې ده، چې مرکز لښکرگاه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ درنې نښتې روانې دی او د ښار ځينې سیمې طالبانو نيولې دي.
د خانشين يوه چارواکي پژواک سره خبرو کې ويلي، چې وړمه شپه د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ درنې نښتې وشوې او وروسته ولسوالۍ سقوط وکړ.
نوموړی زياتوي: «وړمه شپه سخته جگړه وشوه، ټولو امنيتي ځواکونو ولسوالۍ خوشې کړه، طالبانو ولسوالۍ ونيوه، خو تلفات نه دي پېښ شوی».
مشرانو جرگه کې د هلمند د خلکو استازي هاشم الکوزي هم د ولسوالۍ د نيولو کېدو پخلی کړی دی.
نوموړي څرگنده کړې ده، چې پوليس له گرمسېر ولسوالۍ هم وتلي دي او په بگت سیمه کې جگړه روانه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د والي وياند عمر ځواک د خانشين د سقوط خبرونه ردوي او د سختې جگړې خبر ورکوي. هغه وايي: «زموږ اړيکه نه نيول کېږي، خو ولسوالۍ نه ده نيول شوې او جگړه روانه ده».
ښاغلی ځواک وايي، وړمه شپه د لښکرگاه ښار دويمه امنيتي حوزه کې هم طالبانو بريدونه کړي دي. د يادونې وړ ده، چې د ښار درېيمه امنيتي حوزه لا له وړاندې د طالبانو په ولکه کې ده.