سارکوزي: ترکيه په اروپايي اتحاديه کې ځای نه لري
د فرانسي پخواني ولسمشر سارکوزي اروپايي اتحاديې سره د ترکيې د يوځای کېدو پر پرېکړه نيوکه کړې او ويلي يې دي چې څوک چې له اروپايي اتحاديې سره د ترکيې په يوځای کېدو باور لري، د يادې اتحاديې مرګ غواړي.
رسنۍ راپور ورکوي چې د فرانسې پخواني ولسمشر د خپلو خبرو په ادامه کې وويل چې ترکيه په اروپايي اتحاديه کې ځای نه لري. رشيا ټوډي رسنۍ وايي چې سارکوزي ويلي دي چې د ترکيې په اړه دغه ډول څرګندونې هېڅ کله له ترکيې سره د دوښمنۍ په معنا نه دي.
نيکولا سارکوزي دغه راز ويلي دي چې په اروپايي اتحاديه کې د ترکيې زياتېدل له سليم منطق سره په ټکر کې دي، ځکه چې ترکيه د روسيې په پرتله لږ اروپايي دی او د اروپا او آسيا تر منځ يوازې يو پول بلل کېدای شي. د سارکوزي په خبره ترکيه د اروپا د ديموکراسۍ له ډېرو مقياسونو سره مطابق نه دی او د تاريخي، فرهنګي او اقتصادي نظر نه له اروپا سره ډېره فاصله لري. هر څوک چې د دې خلاف نظر لري، د اروپايي اتحاديې مرګ غواړي.