
د ولسي جرگې لسگونه غړي نن د دې جرگې له غونډې له دې امله ووتل، چې د ټوټاپ د برېښنا په لېږد کې يې پر حکومتي پرېکړه اعتراض درلود. دغو وکيلانو غوښتنه کوله، چې دا برېښنا دې د باميانو له لارې ولېږدول شي. بل لور ته د جرگې نورو غړو پر دغو وکيلانو نيوکه وکړه او زياته يې کړه، چې دې موضوع ته دې قومي بڼه نه ورکول کېږي.
د ټوټاپ پروژه کې له ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستانه افغانستان او پاکستان ته برېښنا ورکول کېږي او ټاکل شوې ده، چې د بغلان له لارې ترې کابل ته هم برېښنا ورسول شي.
د افغانستان دولت غواړي، دغه برېښنا د پروان د سالنگ له لارې تېره کړي، خو د هيواد ځينې وگړي د حکومت پر دې پرېکړه نيوکه کوي او وايي، دا پروژه بايد له باميانو تېره شي. تېرې څو ورځې په همدې اړه تودې خبرې روانې دي او نن د ولسي جرگې دېرش تنو غړو له باميانو د برېښنا د لېږد په ملاتړ کې اعتراض وکړ او له جرگې ووتل.
ولسي جرگه کې د باميانو د خلکو استازي محمد اکبري وويل: «پاخه اسناد شته، چې ترې ثابتېږي، چې حکومت د افغانستان د برق ماسټر پلان کې مرکزي سيمې له پامه غورځولې دي او دا هم درواغ ده، چې له پروانه به باميانو ته بيا برېښنا ورکول شي». نوموړي زیاته کړه، د څرگند تعصب له امله د ځينو سيمو خلک له پامه غورځول کېږي، «خو د يادو سيمو خلک به د دوشنبې په ورځ لاريونونه وکړي».
اکبري د ولسي جرگې رييس ته وويل: «د مرکزي سيمو خلکو راڅخه غوښتي د دولت له تبعيضه ډک دغه چلن په وړاندې ودرېږو او د جرگې غونډه تحريم کړو، ځکه نو موږ د خلکو غوښتنې ته هو وايو او له غونډې وځو».
د باميانو د خلکو له استازي سره د ولسي جرگې نږدې دېرش تنه نور غړي هم له غونډې ووتل، چې ډېری يې هزاره قوم پورې تړلي دي.
خو د جرگې نورو غړو بيا پر دې کار نيوکه وکړه او ويې ويل، د برېښنا د لېږد موضوع ته دې قومي بڼه نه ورکول کېږي.
هغوی زياته کړه، د جرگې د ځينو غړو دا کار ملي يووالي ته زيان رسوي او دا ثابتوي، چې ځيني غړي د ملي گټو پر ځای فردي گټو ته غوره والی ورکوي. دوی گواښ وکړ، چې که ياد غړي له دې کاره لاس وانخلي، «دوی هم مجبور دي په ورته کار لاس پورې کړي».
بل لور ته د ولسمشر غني لومړي مرستيال سرور دانش، د اجرايه رياست دويم مرستيال محمد محقق او د سولې د عالي شورا مرستيال کريم خليلي هم د باميانو له لارې د ټوټاپ پروژې د لېږد ملاتړ کړی دی.
ولسمشر غني د موضوع د بيا څېړنې لپاره يو کميسيون ټاکلی دی. د يادونې ده، چې د افغانستان د ځينو ولايتونو خلکو تېرو ورځو کې د سالنگ له لارې د ټوټاپ د لېږد په ملاتړ لاريونونه کړي دي.