افغانستان
طالبانو د کندهار په هوايي ډګر ډلهییز برید کړی دی
وسله والو طالبانو د کندهار هوايي ډګر دننه د افغان امنیتي ځواکونو پر مرکز ډلهییز برید کړی دی.
د کندهار د والي ویاند، صمیم خپلواک وایي، د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه لا هم روانه ده. د خپلواک د معلوماتو پر بنسټ، طالب ځانمرګي بریدګر په سپکو او درنو وسلو سنبال دي او کمپ سره نېږدې يې مورچې نیولي دي.
د وسلهوالو طالبانو څو تنه بریدګر شاوخوا یو نیم ساعت وړاندې هوايي ډګر ته ننوتي او د افغان ځواکونو په مرکز یې برید پیل کړی دی.
د هوايي ډګر دننه لسګونه هغه مسافر چې له هند او کابل څخه دغه ولایت ته راغلي وو، دننه بند پاتې دي.
تر دې دمه د تلفاتو جزییات لا څرګند نه دي.
د طالبانو ویاند، قاري یوسف احمدي د پېښې مسوولیت منلی. احمدي وايي، شېبه وړاندې څو تنه ځانمرګي بریدګر هوايي ډګر ته ننوتي او جګړه یې پیل کړې.