د شيرخان بندر صادرات نيم په نيمه کم شوي
د کندز د سوداگرۍ او صنايعو خونې چارواکو خبر ورکړی، چې سوداگرو له دې ولايته خپلې شتمنۍ ويستلې دي، چې له امله يې د شېرخان بندر صادراتو کې نيم په نيمه کمی راغلی دی.
شېرخان بندر تاجکستان سره په پوله د هيواد مهم بندر دی، چې د افغانستان او منځنۍ اسیا د هيوادونو تر منځ صادرات او واردات ترې کېږي.
د کندز د سوداگرۍ او صنايعو خونې د صادراتو مدير «مسعود وحدت» ازادۍ راډيو سره خبرو کې ويلي، پانگه وال له دې ولايته په تېښته دي، چې د کندز اقتصاد ته يې زيان پېښ کړی. «کندز کې شاوخوا څلور سوه ملي او نړيوال سوداگر فعال و، خو اوس يې خپل فعاليتونه کم کړي دي». ښاغلی وحدت دا ستونزه د نا امنیو له کبله بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کندز چارواکو پرون پر حکومت غږ کړی، که يې ژر تر ژره دې ولايت کې د طالبانو ضد عملیات و نه کړل، طالبان به نږدې راتلونکې کې يو ځل بيا ښار ونيسي.
ولسمشر غني درې مياشتې وړاندې کندز ته د سفر پر مهال ژمنه کړې وه، چې درې اوونۍ وروسته به هلته عمليات پيل کړي، خو د کندز د والي په وينا د هلمند وروستيو حالاتو امنيتي ځواکونه هلته بوخت کړل او د کندز عمليات وځنډېدل.
د کندز د سوداگريو او صنايعو خونې د صادراتو مدير سږکال د شيرخان بندر له لارې صادرات پنځوس سلنه کم ښودلي، چې په وينا يې دولت، سوداگرو او د کندز خلکو ته لويه اقتصادي ضربه ده.
د کندز سوداگر هم له دې ولايته د تېښتې لامل ناامني او جگړه بولي، چې دوی نه شي کولای خپلې کورنۍ او مالونه هلته پاتې کړي.